په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت

په افغانستان کې د ماشومانو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت
ليکنه او څېړنه : پټان افغان



سريزه
اطفال د دونيايي ژوند هغه ثمره ده چې د والدينو د زړه تسکين او ډاډ ګرځي، د نن ماشومان د سبا مشران دي، خو که چېرته د ماشومانو او اطفالو سالمه روزنه او ساتنه ونه شي، نو کېدای شي چې د ځينې تخلفاتو سبب وګرځي، او په راتلونکي کې دغه تخلفاتو د داسې جرايمو د ارتکاب سبب وګرځي چې نه يوازې د اطفالو بلکې د ټولنې د نورو غړو او حتی د ټولنې د زيان، ګډوډۍ، سردردۍ او تباهۍ لامل وګرځي، له همدې کبله اړينه ده چې د خپلو ماشومانو نه سمه څارنه او سالمه روزنه وشي، ترڅو په راتلونکي کې د هيڅ ډول تخلفاتو امکان او شونتيا ترې راولاړه نشي.
د موضوع پېژندنه ( د اطفالو تعريف ) : د حقوقي اصطلاحـــاتو قاموس له مخې : ((طفل پر هغه شخص اطلاق کيږي چې د داتلس کلنۍ عمر يې نه وي بشپړ کړی)) [1]
د ليکنې اهميت : د دې موضوع اهميت په دې کې دی چې په افغانستان کې اکثره خلک د ماشوم د حقوقو رعايت نه کوي چې اکثريت وخت له دې حالته درانه او وخيم جرايم رامنځته کيږي چې له کبله يې ځينې ماشومانو د تخلفاتو او جرايمو مرتکب ګرځي، نو دا چې په دې پوه شو چې کوم عوامل د ماشومانو او اطفال د مجرميت سبب ګرځي، نو اړينه مې وګڼله چې په يادې موضوع څېړنه وکړم، ترڅو هغه لارې چارې بياموم چې د ماشومانو د تخلف او جرايمو سبب ګرځي او له دې سره په هغه لارو چارو غور ته زمينه برابره شي چې د اطفالو د تخلفاتو مخنيوی پرې کېدای شي.
د موضوع هدف : د دې د موضوع د اختيار سبب دا و، چې  له يوې خوا ما غوښتل په دغه هکله ډېر معلومات ترلاسه کړم، او بله دا چې په دې هکله معلومات په يوه ټولګه کې رايو ځای او راټول کړم ترڅو نور مينه وال او لوستونکي ترې په اسانۍ سره استفاده وکړای شي.
د موضوع د غوره کولو لاملونه : لکه دمخه مې چې هم وويل چې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالی او له هغوی نه اجباري کار اخيستل ډېر شوي دي او د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کيږي، نو ما اړينه وګڼله چې په ياده موضوع باندې څېړنه وکړم، ترڅو هغه عوامل بيامومم چې د ماشومانو د جرايمو او تخلفاتو سبب ګرځي، ترڅو له دې لارې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د هغوی د حقوقو د له منځه وړلو لارې چارې وموندل شي، ترڅو په راتلونکي کې د هغې مخنيوی وشي او د ټولنې ټولو ماشومانو او اطفالو ته د هغوی حقوق په سم ډول ور کړل شي.
د موضوع مسئله : دا موضوع په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت په دوه څپرکو وېشل شوې ده چې په لومړي څپرکي کې د ماشوم پر پېژندنه او د ماشومتوب په دورو بحث شوی دی ااو دوهم څپرکی بيا د اطفالو د جرايمو نوعيت او کيفيت ته ځانګړی شوی دی
د موضوع د ليکلو تګلاره : موضوع په ساده عاميانه لهجه او الفاظو ليکل شوې ده، ترڅو په ډېره اسانۍ ترې لوستونکي اخذ وکړای شي او په ډېرې اسانۍ سره پرې پوه شوي
د موضوع سوالونه : په دې ياده موضوع کې د لاندې سوالونو ځوابونه موندلای شئ
ماشوم يا طفل څوک دی ؟
اطفال د کوم ډول جرايمو مرتکب ګرځي؟
کوم عوامل دي چې د اطفالو د مجرميت سبب ګرځي؟
دا او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې چې دلته يې له ذکر کولو څه ډډه کوو...
د موضوع حدود : البته يوه خبره بايد هېره نکړو چې موضوع ډېره اوږده او پېچلې وه، مونږ دلته کوښښ کړی دی هغه موضوعات چې ډېر مهم نه وي، دلته يې له څېړلو ډډه وکړو، ځکه مونږ هم دلته د ځينو مسايلو په لنډ ډول په پېژندلو بسنه کړې .
د موضوع د څېړنې او حدودو په هکله بايد ووايم چې موضوع ډېره برخه له نورو ماخذونو نه په استفادې سره ( چې ځای ځای يې ماخذونه ورسره ذکر شوي دي ) ، په ډېره ساده او عاميانه لهجه ليکل شوې ده او کوښښ شوی دی چې لوستونکو ته لنډ، جامع ، مهم او ګټور مطالب په ساده الفاظو وړاندې شي.
د موضوع پلان : دغه ليکنه په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو د کيفيت او نوعيت تر عنوان لاندې ترتيب شوې ده چې دوه څپرکي لري چې په لومړي څپرکي کې د عمومياتو تر عنوان لاندې په دوه بېلابېلو مبحثونو کې  د اطفالو پېژندنه او د حقوقو له نظره د طفوليت دورې او دوهم څپرکی په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت تر عنوان لاندې په دوه مبحثونو چې لومړی يې په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت تر عنوان لاندې او دوهم يې د جزا قانون له مخې د اطفالو لپاره پېش بيني شوي مجازاتو او په درېم مبحث کې بيا  په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو علل او عواملو تر عنوان لاندې ترتيب شوی دی، هيله ده چې دغه ليکنه به د درنو لوستونکو او محصلينو لپاره ګټوره تمامه شي.







لومړی څپرکی
عموميات
مخکې له دې چې په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو په کيفيت او نوعيت وغږيږو، لومړی به د اطفالو په اړه په عمومياتو وغږيږو، تر هر څه لومړی به د ماشوم پېژندنه، ورپسې به د حقوقو له نظره د ماشوم دورې او په درېم مبحث کې به د ماشوم په حقوقو په ترتيب سره وغږېږو او بحث به پرې وکړو :
لومړی مبحث د ماشوم ( طفل ) پېژندنه :
 د حقوقي اصطلاحاتو قاموس له مخې : (( طفل پر هغه شخص اطلاق کي.ي چې د داتلس کلنۍ عمر يې نه وي بشپړ کړی)) [2]
 دا چې ماشوم يا طفل څوک دی؟ په دې هکله د لا زيات سپيناوي او څېړنې په موخه  دغه موضوع د دوه عنوانونو په ترڅ کې تر څېړنې لاندې ونيسو، چې په لومړي جز کې به د ماشوم ( طفل ) پېژندنه د اسلامي شريعت له نظره او په دوهم مبحث کې به د ماشوم پېژندنه د ملي او نړۍ والو قوانينو له نظره در وپېژنو :
لومړی جز د ماشوم ( طفل پېژندنه ) د اسلامي شريعت له نظره :
ماشوم هغه کوچنی زورور دی چې نن  د فرعون ږيره ور شکولی او سبا يې خدايي ور ړنګولای شي.
علامه ابن اثير په اسلام کې ماشوم داسې راپېژني : (( په عربي ژبه کې ماشوم ته طفل وايي، چې اطفال ، طفله، طفل او نور د نوموړي کلمې د ډېرګړي ( جمع ) لپاره کارول کيږي ، طفل په لغت کې ( صبي ) ماشوم ته وايي چې د صبي کليمه د نارينه او ښځينه او د دواړو د جمعې لپاره هم راځي او د شريعت په اصطلاح کې ماشوم هغه چاته ويل کيږي چې د ځوانۍ پړاو ته نه وي رسېدلی ، يانې بالغ شوی نه وي  چې دا پړاو د مور له ګېډې څخه له زېږېدنې نه نيولی او ځوانۍ ته تر رسېدو پورې وي.)) [3]
په اسلام کې د ځوانۍ او طفوليت مرحلې سره بېلې شوې دي او تر هغې چې يو ماشوم د بلوغيت مرحلې ته نه وي رسېدلی دا د هر ډول مسئوليت او مکلفيت څخه معاف ګڼل شوی دی چې دليل يې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دا حديث شريف دی چې فرمايي ( رفع القلم عن الثلاثه الصبی حتی يحتلم،النائم حتی يستيقظ والمجنون حتی يفيق ) د دې معنی چې رفع القلم عن الصبی حتی يحتلم دا ده چې د ماشوم نه د رفع القلم يا رفع الخطاب غايه احتلام ګرځولی دی او اصل دا دی چې بنيادم ته د بلوغ په وخت کې خطاب ( مکلفيت ) متوجه کيږي.[4]
يوه مهمه پوښتنه چې دلته مطرح کيږي هغه دا ده چې ماشوم څه وخت ځوانۍ يا بلوغيت ته رسيږي ترڅو د شريعت د احکامو په ترسره کولو مکلف او مسئول وګڼل شي؟ او د کوچني والي دوره يې پای ته ورسيږي په دې اړه د قرانکريم د نور سورت نهه پنځوسم ايت شريف کې داسې راغلي دي :
#sŒÎ)ur x÷n=t/ ã@»xÿôÛF{$# ãNä3ZÏB zOè=ßsø9$# (#qçRÉø«tFó¡uù=sù $yJŸ2 tbxø«tGó$# šúïÏ%©!$# `ÏB öNÎgÎ=ö6s% 4 šÏ9ºxx. ßûÎiüt7ムª!$# öNà6s9 ¾ÏmÏG»tƒ#uä 3 ª!$#ur íOŠÎ=tæ ÒOŠÅ6ym ÇÎÒÈ   [5]
ژباړه : کله چې ستاسې ماشومان بلوغ ته ورسېدل، نو اجازه دې واخلي لکه څنګه چې دوی نه مخکې کسانو اجازه اخيستله .
ډېری ديني علماء د الحلم کليمه ( ځوانۍ ته د رسېدو ) په مانا تفسيروي ، ځوانۍ ته د رسيدو نښې نښانې په نجونو کې دا وي چې مياشتي ناروغي ورته پيدا شي او په هلکانو کې دا وي چې له احتلام سره مخامخ شي ( په خوب يا ويښه کې انزال وکړي ) او غسل پرې واجب شي.
په نجونو او هلکانوکې ځوانۍ ته درسېدو عمر توپير لري، نجونو کې له نهه کلنۍ څخه نيولې تر ديارلس او په هلکانو کې له ديارلسو څخه نيولې تر شپاړس کلونو پورې د ځوانۍ نښې څرګنديږي.[6]
رسول اکرم صلی الله عليه د ماشومانو د ودې لومړي پړاوونه په درېو برخو ويشي او فرمايي (( الولد سبع سنين وعبد سبع سنين و وزير سبع سنين ))[7]
يانې ماشوم په لومړيو اووه کلونو کې پاچا او سرخېل وي، په دوهمو اوو کلونو کې مطيع او مريه وي او په وروستيو اوو کلونو کې وزير او مسئول وي.
د حضرت محمد صلی الله د دې وينا له مخې د انسان د ودې پړاوونه په درېو پړاوونو وېشل کيږي پاچاهي، اطاعت او وزارت، چې له وړوکوالي، هلک والي او زلمي والي سره سمون خوري.
دوهم جز د ملي او نړۍ والو قوانينو له نظره د ماشوم پېژندنه :
د ملګرو ملتونو د کوچنيانو کنوانسينو په خپله لومړۍ ماده کې ماشوم داسې راپېژني :
د دې کنوانسيون په نظر هر انسان چې له اته لس کلنۍ څخه ټيټ عمر لري، ماشوم ورته ويل کيږي.                      
افغاني قوانينو هم د ماشومتوب دوره تر اته لس کلنۍ پورې ټاکلې ده او تر دې زيات يا پوره اته لس کاله عمر بيا د ځوانۍ عمر ګڼل کيږي چې د ماشومتوب دوره پرې پای ته رسيږي، د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون د خپلې څلورمې مادې په لومړي بند کې طفل يا ماشوم داسې راپېژني :
 ۱ – طفل  هغه شخص چې د اته لس کلنۍ عمر يې نه وي بشپړ کړی .
په همدې ډول د سوريې د (۱۹۴۹) کال مدني قانون (۴۶ ) مادې، عراق (۱۸۸۰ م ) کال مدني قانون د درېمې مادې له مخې او دې ته ورته د نورو هېوادونو د قوانينو له مخې هم د ماشومتوب عمر د اته لس کلنۍ څخه ټيټ عمر ګڼل شوی دی.
دوهم مبحث د حقوقو له نظره د ماشومتوب دورې :
د افغانستان  په نافذه قوانينو کې ماشومان په عمومي ډول په درې ډلو وېشل کيږي چې عبارت دي له غيرمميز طفل، مميز طفل او ځوانکي طفل څخه ، چې هر يو يې په لنډ ډول د يوه عنوان په شکل تر څېړنې لاندې نيسو :
لومړی جز غيرمميز طفل :
غير مميز طفل د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون د څلورمې مادې دوهم بند له مخې هغه شخص دی چې د اته لس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی.
استاد پوهاند دوکتور حفيظ الله دانش په خپل کتاب  وجايبو حقوقو کې غير مميز طفل داسې راپېژني :
(( هغه طفل ته ويل کيږي چې په خپله ګټه او تاوان، مشروع او نامشروع اعمال نشي تشخيص کولای .))[8]
چې البته د فقهاوو له نظره دا دوره د زېږون د ورځې نه پيل او په اووه کلنۍ پای ته رسيږي چې په دې مرحله کې د ماشوم ادراک معدوم وي او هغه غير مميز ګڼل کيږي.



دوهم جز مميز طفل :
مميز طفل د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون  د څلورمې مادې د درېم بند له مخې  مميز طفل هغه شخص دی چې د اوه کلنۍ سن يې بشپړ او د دولس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی.[9]
يانې کله چې  يو ماشوم اووه کلن شي، نو هغه د تميز عمر ته رسيږي او په ډېرو موضوعاتو باندې پوهيږي، مثلاً د کور د ماحول درک کولای شي، علاوه له دې نه ښوونځي ته د تګ جوګه کيږي ...خو هېره دې نه وي چې د افغانستان د اطفالو سرغړونو ته د رسيده ګۍ قانون او نور جزايي قوانين يو طفل تر هغې د مجازاتو وړ نه ګڼي چې د دولس کلنۍ عمر يې بشپړ کړی نه وي چې دا موضوع د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون په خپله پنځمه ماده کې داسې يادوي :
( ۱ ) هغه شخص چې د دولس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی، د جرم د ارتکاب په صورت کې ورته جزايي مسئوليت نه راجع کيږي. [10]
په همدې ډول استاد حفيظ الله دانش د وجايبو حقوقو نومې اثر کې مميز طفل داسې راپېژني :
مميز طفل هغه طفل ته ويل کيږ ي چې په خپله ګټه او تاوان ، مشروع او نامشروع اعمال تشخيص کولای شي، خو د دې سره سره د سن د لږوالي له امله د هغه  دماغي قوې په دې اندازه وده نه وي کړې چې هغه د خپلو ټولو اعمالو او کړو وړو ټول عواقب او پايلې په کره توګه وارزوي.[11]
مميز طفل ته د صغير کلمه هم استعماليږي چې د افغانستان د جزا قانون اويايمه ماده يې په لاندې ډول يادونه کوي :
 د صغير کلمه په هر هغه کوچني کيږي چې د اووه کلنۍ او ديارلس کلنۍ تر منځ وي.[12]
دريم جز ځوانکی طفل ( مراهق )  :
ځوانکی طفل د افغانستان د اطفالو سرغړونو ته د رسيده ګۍ قانون د څلورمې مادې څلورم بند له مخې :
 ۴ – ځوانکی طفل هغه شخص دی چې د دولس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی.[13]
يانې کله چې يو ماشوم د دولس کلنۍ نه زيات شي او اته لس کلنۍ سن يې لا نه وي بشپړ کړی، دې حالت کې نوموړي شخص ته ځوانکی طفل وايي او دغه دوره د مراهقت دوره ګڼل کيږي چې په دې عمر کې يو ماشوم د جزايي دعوې لوری ګرځېدلی شي او جزايي مسئوليت ورته راجع کيږي.
ځوانکی طفل يا مراهق د افغانستان د جزا قانون په خپله دوه اويايمه ماده کې داسې راپېژندلی دی :
مراهق هغه په هغه شخص اطلاق کيږي چې دديارلس کلنۍ عمر يې نه پوره کړی وي او د اته لس کلنۍ عمر يې لا نه وي پوره کړی.[14]






دوهم څپرکی
په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت
په دې څپرکي کې به په درې مهمو موضوعاتو بحث وشي چې په ترتيب سره به په لومړي مبحث کې په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو په کيفيت او نوعيت باندې خبرې وشي او په دوهم مبحث کې به  د اطفالو لپاره په پېش بيني شويو مجازاتو او په درېم مبحث کې به،په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو علل او عوامل بيان شي.
لومړی مبحث په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت :
په دې محبث کې به په ترتيب سره د ځينې هغه جرايمو يادونه وکړو چې ماشومان يا اطفال د هغې مرتکب ګرځي، معمولاً ماشومان د دې څلور کته ګوريو جرايمو مرتکب ګرځي چې عبارت دي له د اموالو پرضد جرايم ، د اشخاصو پرضد جرايم ، د اخلاقو پرضد جرايم او د عامه هوساينې پرضد جرايم، چې د هغې له جملې څخه به د سرقت او د سرقت د اموالو پېرودل او پلورل، قتل، لواط او زنا، کيسه برۍ، د مخدره توکو د لېږد او پلور، ضرب و جرحې او  زنا جرايمو باندې بحث وکړو:
لومړی جز د اموالو پرضد جرايم :
د اموالو پر ضد جرايم عبارت له هغه جرايمو څخه دي چې صدمه او زيان يې د بل شخص اموالو ته رسيږي يا دا چې له کبله يې د يو شخص اموال د بل شخص د جرمي کړنه له کبله له منځه ځي يا يې له لاسه وځي، چې په ماشومانو کې معمولاً د غربت، فقر، د کورنۍ د سرپرست د نه شتون له کبله دا ډول جرايم واقع کيږي چې د هغې له جملې د سرقت او کيسه برۍ جرايم تر بحث لاندې نيسو :


 لومړی پراګراف سرقت :
په عمومي ډول ماشومان د سرقت د تخلف مرتکب زيات ګرځي، دا چې سرقت يا غلا څه ته وايي ؟ د منع او تحريم دليل يې څه دی او مجازات يې څه دي؟ ولې ماشومان د سرقت د جرم مرتکب ګرځي، په لنډ ډول  به يې په بېلابېلو پراګرافونو کې توضيح کړو :
لومړی فقره   د غلا پېژندنه ( د سرقت تعريف ) :
په پټ ډول د بل چا د منقولو او ساتل شويو مالونو اخيستل عبارت له سرقت څخه دی يا که په بله وينا ووايو چې سرقت هغه جنايت دی چې د مال پرضد واقع کيږي او هغه په داسې توګه چې د بل چا مال په پټ ډول د هغې له اجازې پرته واخلي.
 په همدې ډول د حقوقي اصطلاحاتو قاموس د سرقت تعريف داسې کوي :
( د بل چا د منقول او متقوم مال اخيسل دي په پټه توګه د محرز ځای څخه يا په بل عبارت د بل چا د منقول او متقوم مال تښتول دي په پټه توګه د ځان کولو په نيت.)[15]
دوهمه فقره   د غلا تحريم :
والسارق والسارقة فاقطعو ايديهما
ژباړه : د غل سړي او غلې ښځې لاسونه قطع کړئ!
يانې که چېرته د اسلامي شريعت له مخې يو شخص غلا وکړي او د حد د تطبيق ټول حالتونه او شرايط پوره کړي، نو په دغه شخص حد تطبيقيږي او د هغه لاس به پرې کيږي، خو البته ماشومتوب يو د هغه حالتونو نه دی چې د حد د تطبيق مانع ګرځي، نو ويلای شو چې په ماشوم او طفل باندې د غلا حد نشو تطبيق کولای.

درېمه فقره د  غلا د ثبوت وسايل :
د غلا د حد د ثبوت وسايل عبارت دي له :
1.     شاهدان : دوه تنه بايد د غلا په جرم شهادت ور کړي.
2.     اقرار : شخص په خپله د غلا د جرم په هکله د قاضي په وړاندې اقرار وکړي.
3.     يمين يا سوګند ( لوړه )  کول : چې منکر شخص ته راجع کيږي.
څلورمه فقره  په اسلامي شريعت کې د غلا مجازات :
په اسلامي شريعت کې د غلا د مجازاتو په اړه د غلا حد تطبيق کيږي البته په هغه حالت کې چې پورته پنځه لس شرايط پوره کړي، چې په لومړي ځل غلا کولو يې ښي لاس تر مړوند پورې قطع کيږي، او په دوهم ځل يې که چېرته د غلا جرم ترسره کړ او حد پرې پوره شو نو چپه پښه ترې قطع کيږي چې د غلا جزا دليل د قران کريم دا ايت دی : والسارق والسارقة فاقطعو ايديهما
خو دا چې ماشوم د اسلامي شريعت له مخې مکلف نه دی، نو ځکه خو پر ماشوم باندې دغلا حد نشي تطبيق کېدلای، چې دليل يې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دا حديث شريف دی چې فرمايي ( رفع القلم عن الثلاثه الصبی حتی يحتلم،النائم حتی يستيقظ والمجنون حتی يفيق ) د دې معنی چې رفع القلم عن الصبی حتی يحتلم دا ده چې د ماشوم نه د رفع القلم يا رفع الخطاب غايه احتلام ګرځولی دی او اصل دا دی چې بنيادم ته د بلوغ په وخت کې خطاب ( مکلفيت ) متوجه کيږي.[16]
په همدې ډول له دولس کلنۍ کښته ماشومان د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون د پنځمې مادې له مخې د مجازاتو وړ نه دی ګڼلی نو په هغې مجازات نشي تطبيق کېدلای، ياده ماده داسې صراحت لري :
( ۱ ) هغه شخص چې د دولس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی، د جرم د ارتکاب په صورت کې ورته جزايي مسئوليت نه راجع کيږي. [17]
پنځمه فقره په ماشومانو کې د سرقت يا غلا عوامل :
ماشومان معمولاً د ځينې عواملو او انګېزو له کبله سرقت او غلا ته مخه کوي چې په لاندې ډول دي :
1)     د تميز د قوې کموالی او د سالمې څارنې نه شتون
2)     فقر او غربت
3)     کينه او حسادت
دوهم پراګراف کيسه بري :
د حقوقي اصطلاحاتو قاموس د کيسه برۍ جرم نه دی تعريف کړی، خو کيسه بر په لاندې ډول راپېژني : کيسه بر پر هغه شخص باندې اطلاق کيږي چې د اشخاصو پيسې او مالونه د هغوی له جېب نه په پټه غلا کوي[18]
 د پورته تعريف له مخې د کيسه برۍ جرم داسې تعريفولای شو چې کيسه بري د بل چا له جېبه د هغه پيسې او اموال اخيستل او پټول دي په خاص مهارت سره چې هغه پرې پوه نشي، چې دغه چاره اوس مهال په افغاني ماشومانو کې ډېره شوې ده او يو لوی عامل يې په هېواد کې فقر او له ماشومانو ناسالمه ساتنه او څارنه ده، چې ځينې وختونه ځينې ماشومانو ته د کور ساتنه او پالنه ور تر غاړې وي، نو هغوی مجبور دي چې کار وکړي، چې اکثره وخت دا ډول ماشومان د ځينې بانډونو ګوتو ته ورځي او هغوی ورته د کيسه برۍ چل ورزده کوي او په پای کې په يو کيسه بر بدليږي.

دوهم جز د اخلاقو پرضد جرايم :
د اخلاقو پرضد جرايم عبارت له هغه جرايمو او انحرافاتو څخه دي چې د ټولنيزو اخلاقو پرضد او مخالف وي، يا دا چې اخلاقي جرايم هغه جرايم دي چې د ټولنې د خلکو له ذهنيت بد او قبيح وي او د مرتکبينو د حيثيت او وقار د کموالي سبب ګرځي
د اخلاقو پرضد جرايمو له جملې څخه چې معمولاً په ماشومانو کې زيات واقع کيږي او د شديدو او وخيمو جرايمو له جملې څخه ګڼل کيږي هغه لواطت او زنا ده چې دواړه يې په لنډ ډول تر بحث لاندې نيسو :
لومړی پراګراف لواطت پېژندنه :
د حقوقي اصطلاحاتو قاموس له مخې لواطت په غير طبيعي ډول له مذکر او يا مونث انسان سره وطې کول دي.[19]
ماشومان يااطفال او خصوصاً بيا هلکان نسبت د نجونو د لواطت د جرايمو مرتکب ګرځي او هغه له دې کبله چې اکثره دوی له کوره بهر وي، نو که چېرته د کورنۍ تر سالمې او اغېزمنې څارنې لاندې ونه اوسي، نو دا ډول جرايمو ته زياته مخه کوي، نو د دې لپاره چې د ماشومانو د دې ډول جرايمو مخه مو نيولې وي، نو بايده ده چې د خپلو ماشومانو نه سالمه او اغېزمنه څارنه وکړو او پرېنږدو چې هغوی له خرابو خلکو سره ناسته پاسته وکړي او يا هم له بدو خلکو سره راشه درشه جوړه کړي.
د لواطت مفاسد، امراض او اجتماعي تاوانونه د شمېر څخه زيات دي، لويه خبره داده چې لواطت د سليم فطرت په خلاف دی، له دې امله فساد يې لوی دی، نو جزا يې هم په دنيا او اخرت کې زياته ده، بله دا چې په زنا او لواطت باندې په قرانکريم کې د فاحشه لفظ اطلاق شوی دی چې د لواطت په هکله فرمايي : ( اَتَاْتُونَ الْفَاحِشَتَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ ) لکه څرنګه چې زنا د اجتماعي ژوند د سکون او اطمنان ختموونکې ده، همدا راز لواطت هم د اجتماعي او فردي ژوند دښمن دی .   
په همدې ډول په يو حديث شريف کې راځي : حضرت جابر بن عبدالله رض فرمايلي، چې رسول الله ص وفرمايل : د ټولو نه زياته د خطرې خبره د کومې په باره کې چې زه د خپل امت په هکله وېرېږم، د لوط عليه السلام دقوم عمل دی، چې د الله ج د ټولو نه په سخت عذاب کې راګير نشي .
دوهم پراګراف د زنا پېژندنه :
زنا د نر او ښځې ترمنځ کامل جنسي اتصال دی چې د ازدواج د صحيح عقد څخه پرته سرته رسېدلی وي.[20]
زنا يو له ډېرو قبيحو، بدو او ناکاره اعمالو د جملې څخه ده چې يو ځل پرې انسان اخته شي، نو داسې قبيح، سپک او ناکاره عمل دی چې بيا ترې سړی ځان نشي خلاصولی، داچې زنا ناکاره او بد فعل دی، نو ددې فعل د مزمت او منع والي په رابطه په قرانکريم او نبوي احاديثو کې ګڼ شمېر نصوص راغلي دي چې مونږ يې دلته يو څو بېلګې وړاندې کوو :
(وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا)
ژباړه : زنا ته مه ورنږدې کېږئ هغه ډېر ناوړه کار دی او بده لار ده .
همدارنګه په حديث شريف کې راځي، حضرت ابو هريره رض فرمايلي دي،چې  حضرت محمدص وفرمايل : زنا کار زنا نه کوي په هغه حالت کې چې مومن وي، غل غلا نه کوي په هغه حالت کې مومن وي، شراب څښونکی شراب نه څښي په حالت کې چې مومن وي، غاصب غصب نه کوي په داسې حالت کې چې دې مسلمان وي .
خو له بده بخته نن سبا په افغانستان کې ځينې نوې بالغې شوې نجونې يا مراهقې چې قانوني سن يې نه وي پوره کړی د خپلې کورنۍ د ناسمې پاملرنې او ناسم پوهاوي  له کبله د ځينې اشخاصو ښکار ګرځي چې له کبله يې د نوموړو ژوند اکثره وخت له ګواښ سره مخ کيږي.
دريم جز د عامه امنيت او ټولنې پرضد جرايم :
د عامه امنيت او ټولنې پرضد جرايم عبارت له هغه جرايمو څخه دي چې د ټولنې عمومي او عامه امنيت له ګواښ سره مخامخ کوي او په روزمره ژوند کې خلک له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کوي او ټولنيز نظام د بربادۍ او تباهۍ په لوري بيا يي ، د دې ډول جرايمو له جملې څخه چې ماشومان يې ترسره کوي يا دا چې د ماشومانو او اطفالو په وسيله ترسره کيږی د مخدره توکو د لېږد او پلور جرم يادولای شو، چې په لنډ ډول به پرې بحث وکړو.
لومړی پراګراف د مخدره توکو لېږد او پلور :
د مخدره توکو لفظ د الخدر له کليمې اخيستل شوی دی چې د سستۍ، ضعف ، ناتوانۍ او سوړوالي په مانا دی او په اصطلاح کې هر هغه ماده او توکي چې د هغې کارول د يو شخص د تحريک يا سکون سبب وګرځي پرته له طبي او صنعتي مواردو او پرله پسې کارونه يې د يو شخص د روږدي کېدو او د ټولنيزو اړيکو د سستېدو سبب شي او اثار يې د ټولنې په نورو افرادو او يا هم په کاروونکي شخص په جسمي، زهني يا ټولنيزو برخو کې راڅرګند او خطري واقع شي، عبارت دي له مخدره توکو څخه.
د مخدره توکو کرکېله، توليد، قاچاق او لېږد او پلور يو بل ناورين دی چې نه يوازې افغاني ټولنه بلکې ټولنه نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده، چې له بدبخته د مخدره توکو قاچاق کوونکو يوه بله ښه وسيله او حيله چې پيدا کړې يې ده هغه دا ده چې ډېری وخت مخدره توکي په کم سنه ماشومان انتقالوي او د هغوی په لاس يې پلوري، ځکه دوی په دې خبره ښه پوه دي، چې له دولس کلنۍ نه کم عمره ماشومانو باندې جزايي دعوه نشي اقامه کېدلای، نو ځکه د خپل دغه جرايمو د ترسره کولو او پټولو لپاره له ماشومانو کار اخلي، چې په پايله کې ډېری ماشومان او نوي ځوانان نشو او تماشو ته مخه کوي، پوډريان کيږي او د ملت او ټولنې د اوږو بار ګرځي.
څلورم جز د اشخاصو پرضد جرايم :
د اشخاصو پرضد جرايم عبارت له هغه جرايمو څخه دي چې د اشخاصو د بدني تماميت او مجروحيت سبب ګرځي، چې له دې جملې څخه به د ضرب او جرحې جرايم په لنډ ډول تر بحث لاندې ونيسو :
لومړی پراګراف ضرب :
ضرب په لغت کې وهلو ته وايي او په عرف کې هر هغه صدمه چې د زيانمن پر بدن وارديږي که هغه غړي ( عضوې ) ته رسېدلې وي او که نسج ته ضرب کڼل کيږي، خو د حقوق جزا له مخې بيا ضرب ( وهل ) هغه بدني صدمات دي چې په مستقيم ډول د مجنی عليه ( زيانمن ) پر بدن واقع کيږي او د هغه په بدن سوروالی، شين والی، تور والی، ټوکېدل، پړسوب او تغمې رامنځته کوي يا دا چې په پنځه ګونو حواسو کې د يو حس د نشتوالي سبب شي او حتی کېدای شي د عقل د زوال سبب شي.
په ضرب کې دوه نقطې ډېرې مهمې دي :
لومړی دا چې ضرب که د لنډې مودې لپاره وي او که د اوږدې، خو چې شخص زيانمن کړي ضرب ګڼل کيږي.
دوهم که يو شخص په داسې ډول ووهل شي چې هغې ته پورته ذکر شوي صدمات ونه رسيږي، ضرب نه ګڼل کيږی.
دوهم پراګراف جرحه :
جرحه په لغت کې زخمي کولو او ټپي کولو ته وايي او په عرف کې د بدن هر ډول ټپي کېدل عبارت له جرحې څخه دي، د حقوق جزا په اصطلاح د انسان پر بدن هره وارده شوې صدمه چې د عضوې، نسج، هډوکي او پوستکي د ضايع کېدو، له منځه تللو، دايمي ناروغېدلو يا سوځېدلو سبب وګرځي چې اغېزې يې د لنډ يا اوږدې مهال لپاره وي، عبارت له جرحې څخه دی.
د جرحې شدت او خفت او همدارنګه د مجروحه وسلې ډول تغير د جرم د جرجې د جرم د له منځه تللو يا تغير سبب نه ګرځي يوازې د جرم په مجازاتو کې کمښت او زيادښت راوستی شي.
درېم پراګراف   د اسلامي شريعت له نظره د ضرب و جرحې مجازات :
 ضرب و جرحه مختلف اقسام لري، نو له همدې کبله يې مجازات هم يو له بل سره توپير کوي او د مختلفو ډولونو په پام کې نيولو سره ورته بېلابېلې جزاګانې دي چې په عمومي ډول لاندې درې ډوله مجازات پېش بيني شوي دي :
1)     قصاص
2)     ديت
3)     تعزيرات
چې دلته يې له زياتو توضيحاتو څخه ډډه کوو،ځکه زمونږ د بحث اره موضوع د اطفالو د تخلفاتو کيفيت او نوعيت دی، نه د جرايمو مجازات.
دوهم مبحث د جزا قانون له مخې د اطفالو لپاره پېش بيني شوي مجازات:
دا چې د افغانستان د جزا قانون  له مخې اطفال په درې کته ګوريو ، غير مميز طفل، صغير او مراهق باندې وېشل شوي دي، او هره کته ګوري يې له بلې سره توپير له لري ،نو ځکه خو مجازات هم د هرې کته ګورۍ لپاره بېلابېل پېش بيني شوي دي، نو ځکه خو مونږ پورته جرايمو او تخلفاتو ته د هغې مجازات ونه ليکل، خو دلته به په کلي توګه د درې کته ګوريو اطفالو لپاره د قباحاتو، جنحو او جناياتو بېلابېل مجازات د بېلابېلو عنوانو په ترڅ کې واضح کړو.
لومړی جز د غير مميز طفل لپاره پېش بيني شوي مجازات :
غير مميز طفل هغه طفل دی چې د اووه کلنۍ عمر يې نه وي بشپړ کړی، او خپل ښه او بد تميز نشي کړای.
د افغانستان د جزا قانون دوه اويا ماده د غير مميز طفل د مجازاتو په اړه داسې صراحت لري :
هغه ور کوټی ور کوټی چې د اووه کلنۍ عمر يې نه وي پوره کړی پر هغه جزايي دعوې نشي اقامه کېدلای.
خو د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون د پنځمې مادې له مخې بيا
( ۱ ) هغه شخص چې د دولس کلنۍ سن يې نه وي بشپړ کړی، د جرم د ارتکاب په صورت کې ورته جزايي مسئوليت نه راجع کيږي. [21]
يانې په کلي ‌ډول ويلای شو چې د غير مميز طفل په هکله هيڅ ډول مجازات د تطبيق وړ نه دي.
دوهم جز  د صغير لپاره پېش بيني شوي مجازات :
د صغير اطلاق پر هغه طفل کيږي چې د اووه کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي او د د يارلس کلنۍ عمر يې نه وي تکميل کړی.
دا چې د جزا قانون جرايم د شدت او خفت له مخې په درې ډوله وېشلي دي چې عبارت له قباحت ، جنحې او جنايت څخه دي، په همدې ډول يې د هر يوه لپاره بېلابېل مجازات هم پېش بيني کړي چې دلته د صغير په هکله هم د هر جرم لپاره بېلابېل مجازات پېش بيني شوي دي چې هر يو يې دلته د يو عنوان په ترڅ کې ذکر کوو:

لومړی پراګراف  که صغير د قباحت مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د څلور اويايمې مادې له مخې :
که صغير د قباحت ارتکاب کوونکی وګرځي، محکمه کولای شي چې په دې قانون کې د درج شوو جزاګانو په عوض صغير د قضاء په مجلس کې توبيخ کړي، يا د هغه د تسليمېدلو په باره کې والدينو ته يا هغه شخص ته چې پر نفس يې د ولايت حق لري او يا يو امين شخص ته چې په راتلونکي وخت کې د هغه د ښې تربيې متعهد شي د حجز حکم وکړي يا دا چې په دار التاديب يا په خيريه موسسو يا په هغه مدرسو کې چې د دولت له خوا په دې منظور تاسيسيږي د هغه د حجز حکم صادر کړي.[22]
دوهم پراګراف  که صغير د جنحې مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د پنځه اويايمې مادې له مخې :
که صغير د جنحې مرتکب وګرځي محکمه کولای شي چې د هغه په باره کې له لاندې تدبيرونو څخه له يوه څخه استفاده وکړي :
( ۱ ) د دې قانون د ۷۴ مادې مندرجو اشخاصو ته د هغه تسليمول په دې شرط چې ذکر شوې موده له درې کلونو څخه زياته او له شپږو مياشتو څخه کمه نه وي او تسليمېدونکی شخص به په ليکلي توګه تعهد کوي چې په راتلونکي وخت کې به د صغير  ښه تربيه کوي.
( ۲ ) د هغه حجز په دارالتاديب يا په يوه اصلاحي مدرسه کې چې له شپږو مياشتو څخه تر درې کلونو پورې وي.[23]


درېم پراګراف  که صغير د جنايت مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د شپږ اويايمې مادې له مخې :
( ۱ ) که صغير د داسې جنايت ارتکاب کونکی شي چې جزا يې اعدام يا دوام لرونکی حبس وي محکمه کولای شي چې د هغه  حجز په دارالتاديب يا خيريه موسسو کې او يا په اصلاحي مدرسو کې حکم وکړي په دې شرط چې د حجز موده له پينځو کلونو څخه زياته نه وي .
( ۲ ) که د جنايت ټاکل شوې جزا اوږد حبس وي، نو حجز له يوه کال څخه کم او له څلورو کلونو څخه زياتېدلی نه شي.[24]
په همدې ډول که چېرته صغير متعهد شخص ته تسليم شوی وي او له هغې وروسته د جنحې مرتکب وګرځي، نو په نغدي جزا چې له زر افغانيو تر دوه زره افغانيو پورې وي ، متعهد شخص محکوميږي.
درېم جز  د مراهق لپاره پېش بيني شوي مجازات  :
مراهق هغه طفل دی چې د ديارلس کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي او د اته لس کلنۍ عمر يې لا نه وي تکميل کړی.
لکه څنګه چې د صغير لپاره د قباحاتو، جنحو او جناياتو بېلابېل مجازات پېش بيني شوي وو، نو په همدې ډول د مراهق لپاره هم بېلابېل مجازات پېش بيني شوي چې هر يو يې د بېلابېلو عنوانو په ترڅ کې بيانوو :
لومړی پراګراف  که مراهق د قباحت مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د دوه اتيا يمې مادې له مخې :
که مراهق د قباحت ارتکاب کوونکی وګرځي، محکمه کولای شي هغه د دې قانون په ټاکلې جزا محکوم کړي او يا يې له والدينو څخه يوه ته د هغه د تسليمېدو يا هغه چاته چې د هغه پر نفس د ولايت حق لري يا يو امين شخص ته چې په راتلونکي وخت کې د هغه د ښې رويې تعهد وکړي حکم وکړي.[25]
دوهم پراګراف  که مراهق د جنحې مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د درې اتيا يمې مادې له مخې :
که مراهق د جنجې ارتکاب کوونکی وګرځي، محکمه کولای شي د دې قانون د ټاکلو جزا ګانو په عوض د دې قانون د ۷۶ مادې درج شوي تدبيرونه اتخاذ کړي.
۷۶ ماده مخکې ذکر شوه، له بيا ځلي ذکر کولو يې ډډه کوو.
دوهم پراګراف  که مراهق د جنايت مرتکب وګرځي  :
د افغانستان د جزا قانون د څلور اتيا يمې مادې له مخې :
( ۱ ) که مراهق د داسې جنايت ارتکاب کوونکی وګرځي، چې جزا يې اعدام يا دوام لرونکی حبس وي، محکمه کولای شي چې په دارالتاديب کې د هغه پر حجز چې له دوه کلونو څخه کم او له پينځه لس کلونو څخه زيات نه وي حکم وکړي.
( ۲ ) که د جنايت ټاکلې جزا اوږد حبس وي ، په دارالتاديب کې د حجز د مودې کمه اندازه له يو کال څخه کمه او د هغې زياته اندازه د اوږد حبس د زياتې مودې له نيمايي څخه چې د هغه جنايت لپاره ټاکل شوې، نه شي زياتېدای.
( ۳ ) که د جنايت زياته اندازه له لس کلونو څخه کمه وي محکمه کولای شي چې په دارالتاديب کې له يو کال څخه په کمه موده د هغې جنايت لپاره ټاکل شوې وي حکم وکړي.[26]
درېم مبحث په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو علل او عوامل :
د اطفالو د تخلفاتو علل او عوامل په دوه کته ګوريو وېشل کيږی چې يو يې د اطفالو د تخلفاتو د ارتکاب بهرني عوامل او بل يې داخلي عوامل دي چې هر يو يې بېلابېل تر څېړنې لاندې نيسو :
لومړی جز په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو بهرني عوامل :
د اطفالو د تخلفاتو او جرايمو د ارتکاب بهرني عوامل ډېر زيات دي او په مختلفو هېوادونو او جغرافيايي اقليمونو کې توپير کوي او په بېلابېلو هېوادونو کې يې شکليات هم فرق کوي چې دلته به يې يو عوامل په لنډ ډول بيان کړو :
لومړی پراګراف کورنۍ :
 کورنۍ د ټولنې اساس او بنسټ تشکيلوي او د ماشوم لومړنی ښوونځی د نوموړي د مور غېږه ده ، وروسته له هغې د کورنۍ چاپېريال دی، چې نوموړی پکې د خپل شخصيت جوړونې لومړني کلونه پيلوي او تېروي، نو ويلای شو چې د والدينو کړنلاره، خوی خصلت او اخلاقي چلند په نوموړي ماشوم څرګنده او مستقيمه اغېزه اچوي، نو که چېرته په يوه کورنۍ کې تل جنګ، جګړې او شخړې وي، د مور او پلار ترمنځ ورځنۍ ناندرۍ او وهل ټکول روان وي، نو په دې حالت کې ماشوم له يو شمېر دماغي کشمکشونو سره لاس او ګرېوان کيږی چې د ماشوم په راتلونکي ژوند باندې بده اغېزه کوي، او ماشوم د اخلاقي انحرافاتو په لور راکاږي، په همدې شکل که چېرته په يوه کورنۍ کې مور او پلار د ماشومانو پر وړاندې بې نظاکته کارونه کوي، د کور دننه د ماشوم په مخ کې د اخلاقي نظاکتونو او اصولو پابندي نه کوي، نو دا هم ماشوم د اخلاقي انحرافاتو په لور مايل کوي او په راتلونکي کې د اخلاقي اصولو هيڅ ډول پابندي نه کوي په همدې ډول هغه ماشوم چې د خپلې کورنۍ دننه يې هر ډول جنګ جګړې ليدلې وي هغه هم په دې يقيني کيږي چې هغه قواعد چې په ټولنه کې شتون لري، دده ستونزو ته د حل لار نشي وړاندې کولای، ځکه د ده د کور دننه هرورځ جنګ او جګړه روانه وي، نو په راتلونکي کې هغه هم د قوانينو هيڅ ډول رعايت په پام کې نه نيسي او په دې ډول د قانون د نه عملي کولو له کبله د جرايمو او تخلفاتو مرتکب ګرځي.
په همدې ډول هغه ماشومان چې  د والدينو له جملې يې يو نه وي د لاندې جرايمو مرتکب ګرځي :
1)   هغه ماشومان چې پلار يې مړ شوی وي او مور يې بل واده کړی وي، معمولاً د درنو او وخيمو جرايمو لکه لواطت، زنا او د نېشه يي توکو د کارونې د جرايمو مرتکب ګرځي
2)   هغه ماشومان چې د هغوی پلار مړ شوی وي او مور يې ژوندۍ وي، معمولاً د کورنۍ د سرپرست د نه شتون له کبله د سرقت او غلا د جرايمو مرتکب ګرځي
3)     هغه ماشومان چې مور يې مړه او پلار يې ژوندی وي معمولاً د اخلاقي جرايمو مرتکب ګرځي.[27]
دوهم پراګراف مسافرت او کډوالي :
مسافرت، نااشنا محيط او له کورنۍ بېلوالی يو بل عامل دی چې معمولاً د ماشومانو او اطفالو د جرايمو د ارتکاب سبب ګرځي ، نظر لاندې دلايلو ته :
1)   معمولاً نوموړی په دې محيط کې ناپېژاند دی، نو په راتلونکي کې څوک دا نشي ويلای چې دغه شخص دا جرم او تخلف ترسره کړ.
2)     دا چې له خپلې کورنۍ لرې دي، نو داسې څوک نشته چې د هغوی له اعمالو څارنه وکړي.
3)   په مسافرت کې ژوند تېرول د يو لړ احتياجاتو د رفع کولو غوښتنه کوي، مثلاً خواړه، اوبه، استوګنځی.... چې د دې اړتياوو پوره کول د يو مقدار پيسو غوښتنه کوي چې معمولاً د اطفالو له توانه پورته وي، نو هغوی مجبور د جرايمو په ارتکاب لاس پورې کړي.[28]
نو ويلای شو چې مسافرت د يو لړ بېلابېلو جرايمو د ارتکاب چانس او زېږنده او که چېرته ماشومان او اطفال مسافرت وکړي او له خپل کورني محيط او چاپېريال نه لرې شي، نو حتماً به د ځينو جرايمو مرتکب وګرځي، ځکه لومړی خو دا چې دوی به دهغه محيط سره سازګاره نه وي، نو د هغه ځای په قوانينو او کلتور به نه پوهيږي، نو که څوک يې هر ډول وکاروي، نو دوی به يې درک نشي کړای، بله دا چې کله يوشخص د کورني محيط نه لرې شي، نو په يو ناپېژانده محيط کې د ځان لپاره د ژوند د سهولتونو جوړول يو اړين کار شي، نو کله چې د ده ځينې وسايلو او د ژوند د لومړيو ضرورتونو له جملې يوه ته اړتيا شي او هغه موجود نه وي، نو دی به په دې ډېر ژر اړ شي چې د جرايمو ارتکاب ته مخه کړي، درېمه دا چې اکثره ماشومان او اطفال د کورنيو د څارنې له کبله د جرايمو ارتکاب ته مخه نه کوي، نو که چېرته د کورنۍ سالمه څارنه موجوده نه وي، نو ماشومان د خپلو ښو او بدو تميز تر ډېره نشي کولای نو د جرايمو ارتکاب ته به مخه کړي، نو ويلای شو چې مسافرت او نورو هېوادونو ته د اطفالو لېږل يو ډول د جرايمو د ارتکاب زمينه برابروي.
درېم پراګراف دنده او شغل :
که څه هم تر ډېره دنده او شغل د جرايمو د واقع کېدو علل نه ګڼل کيږي، خوکه چېرته ماشومان او اطفال په ځينې دندو وګومارو چې اهليت ونه لري يا دا چې د داسې کار او شغل په ترسره کولو يې مکلف کړو چې توان يې ونه لري، نو په راتلونکي د ده دنده او شغل د دې سبب ګرځي چې نوموړی د جرايمو مرتکب وګرځي، مثلاٌ اکثره د مستري شاګردان چې د نورو مشتريانو موټرې د کتلو او ټريي په موخه وباسي د ترافيکي پېښو ښکار کيږي.
څلورم پراګراف ښوونځی :
ښوونځی د اطفالو د جرايمو د ارتکاب يو بل عامل دی چې که چېرته اطفال په کم سن کې په ښوونځيو کې دا خل شي يا دا چې په داسې ښوونځيو کې داخل شي چې د دوی له ذهني سطحې څخه پورته تدريسي ميتود پکې رايج وي، نو کېدای شي چې په لومړيو کې له ښوونځي نه په تېښتې او يا هم ځان پټونې پيل وکړي، وروسته به بيا په کور کې د خپلو کارونو د پټولو لپاره دروغ وايي او د خپل وخت د تېرولو لپاره اړه دی چې ځينې ځايونو کې خپل وخت تېر کړي چې تبعاً به دی ايله ګشت اموخته کيږي چې مخه به يې ډېر امکان د دې دی چې له بدو او وزګارو خلکو سره کيږي، چې کېدای شي  دغه کار د دې سبب وګرځي چې ماشوم د ځينې تخلفاتو او جرايمو ارتکاب ته لاس وغځوي ، نو د دې کار د مخنيوي لپاره بايد لاندې نکات په پام کې ونيول شي :
1)   والدين دې کوښښ وکړي چې خپل ماشومان د هغوی د سن او ذهني ودې په پام کې نيولو سره په داسې ښوونځيو کې داخل کړي چې د دوی ماشومان د هغې وړتيا او ځواکمنتيا ولري.
2)   د ښوونځيو مسئولين او ښوونکي دې د ماشومانو او زده کوونکو سره داسې چلند وکړي، چې ماشومان د کمترۍ احساس ونه کړي او هم دې د زده کوونکي د يو بل ځاني او متقابل احترام ته وهڅوي.
پنځم پراګراف محروميت :
محروميت او د ځينې توکو چې ماشومان يې هيله لري، نه پوره کېدل او نه ترلاسه کول د دې سبب ګرځي چې ماشومان د جرايمو ارتکاب ته مخه کړي، چې دغه کار معمولاً د کمزوري اقتصاد له کبله رامنځته کيږی، مثلاً ماشوم په ښوونځي کې ګوري چې نورو ملګرو يې ښه کالي، بوټان او اغوستن لري، خو دی د هغوی په نسبت د کمو او اقتصادي جامو درلودونکی دی، نو په کور کې دورته شيانو د غوښتلو تقاضا کوي، چون د دوی کورنۍ اقتصادي وضعه په هغې حالت نه وي، نو نشي کولای د نوموړي دا غوښتنه پوره کړي، نو ماشوم ناهيلی کيږي او په پايله کې په سرقت جرايمو، اخلاقي جرايمو او يا هم د نېشه يي توکو د استعمال جرايمو ته مخه کوي.
شپږم پراګراف له وخته مخکې واده :
له وخته مخکې واده په ماشومانو او اطفالو کې د جرايمو د ارتکاب يو بلل سبب دی او دا ځکه که چېرته اطفالو ته په کم سن کې واده وکړای شي، نو د ښځې او خاوند ترمنځ ځينې وجايب او حقوق رامنځته کيږي چې دوی يې بايد ادا کړي، چون دغه وجايب ځينې وختونه د خاوند يا مېرمنې له وسې وځي او په ترسره کولو يې نه توانيږي، نو د جرايمو ارتکاب ته مخه کوي يا دا چې په دې عمر کې کېدای شي، دوی دغه اړيکه ښه درک نشي کړای يا دا چې د يو بل حقوق په سم ډول درک او ادا نشي کړای او ددې امکان پيدا کوي چې د اطفالو د جرايمو د ارتکاب سبب شي، يانې په کورنۍ کې تر واده وروسته د نوي ژوند پيلول واقعاً يو ستونزمن کار دی او بيا د ښځې او خاوند ترمنځ د زوجيت د اړيکې پرمخ بيول يو ګران او سخت کار دی چې کېدای شي په کم عمر کې د دې اړيکې درک او د هغې پرمخ بيول يو ډېر له خطر نه ډک کار واوسي، ځکه ډېری وختونه د ښځې او خاوند ، د ښځې او د خسرګنۍ د کورنۍ ترمنځ او په همدې ډول د کورنۍ او د خپل زوی ترمنځ د نظرونو اختلاف رامنځته کيږي چې دغه اختلاف د دې سبب ګرځي چې ډېری وختونه د زوجينو نه يو يې ځان ته د خطر رسولو لکه ځان سېځلو، ځان وژلو او ځان ځوړندولو په جرايمو چې ټول يې د ځان وژنې د جرايمو په کته ګوريو کې راوستلی شو هڅه وکړي يا يې ترسره هم کړي چې دغه پېښه بيا په کم عمره نجونو کې تر ډېره حده ليدل کيږي ځکه د زوجيت اړيکه د يو لړ حقوقو او مکلفيتونو درلودونکې اړيکه ده چې د کم عمره نجونو او هلکانو تر وسې پورته او ګران کار دی، نو له همدې کبله هغوی چې کله بې وسه شي، نو د جرايمو ارتکاب ته مخه کوي.


اووم پراګراف د نفوسو او کورنيو ګڼ والی :
ځينې وختونه د ټولنې د نفوسو ګڼ والی يا دا چې د کورنۍ د نفوسو ګڼ والی او ازدحام د زياتو مسائلو د رامنځته کېدو سبب ګرځي چې د ماشومانو او اطفالو له وسې پورته کيږي او هغه اصول او روشونه چې د کورنۍ نظام يې تقاضا کوي د ماشوم له وسې او توان پورته کيږي، چې په پايله کې نوموړی د انحرافاتو او تخلفاتو په لوري ميل کوي او د جرايمو او تخلفاتو مرتکب ګرځي، ځکه هغه په کوچني ځان او کمې پوهې سره نشي کولای د کورنۍ دا لوی مسائل او او روشوه په سمه توګه اداء کړي، لکه متقابل احترام ، د لويانو خبره منل، ....، نو کله چې دغه مسائل د دده له وسې پورته شي، نو ماشوم اړ کيږي چې هغه ترک کړي او د هغې پابندي ونکړي، نو کله چې د دې کار په هکله د کورنۍ له خوا پوښتل کيږي، نو د وېريږي چې که رېښتيا ووايم، نو د وهلو او ټکولو سره به مخ شم، نو هماغه ده چې دروغو ته مخه کوي او دروغ وايي، چې دغه دروغ ويل د دې سبب ګرځي چې د کورنۍ غړي، په ده باور وکړي او هغه سالمه څارنه او ښوونه روزنه چې بايد ده ته يې په دغه مهال کې ور کړای وای، هغه وروسته پاتې کيږي او په سمه توګه نه پرځای کيږي، چې د کورنۍ دغه ناسم پوهای او ناسمه څارنه په راتلونکي کې د ماشوم ډاډ او باور پرځان پيدا کوي چې هر وخت به په دروغو خلاصېږم، نو هر څه چې يې د زړه خوښه شي هغه کوي، حتی ايله ګشتي پيل کوي، بې ځايه ګرځي ، خراب دوستان پيدا کوي او بلاخره د داسې اعمالو په ارتکاب پيل کوي چې په راتلونکي کې يې زيات احتمال د دې وي چې د جرايمو په ارتکاب منجر شي.
اتم پراګراف جغرافيايي موقيعت :
ځينې وختونه ناسالم او ناسازګاره موقعيت د دې سبب ګرځي چې ماشوم د جرايمو ارتکاب ته مخه کړي، مثلاً په داسې ځای کې اوسېدل يا د ماشوم په کار مکلفول چې په نوموړي ځای کې فحاشي، قمار يا بل داسې کار چې د اخلاقي اصولو خلاف وي، نو که چېرته په داسې ځای کې استوګنه وي، يا دا چې ماشوم يا د هغې د کورنۍ کوم تن پرې په کار ګومار شوی وي، نو ماشوم د دې وضعې په ليدلو سره د اخلاقي انحرافاتو په لوري مايل کيږي او د جرايمو ارتکاب ته مخه کوي يا دا چې په داسې موقعيت کې ژوند کول چې هلته کار روزګار نه وي، نو ماشومان او اطفال هم اړ کيږي چې د خپلو غوښتنو او ژوند د پرمخبيولو لپاره د جرايمو ارتکاب ته مخه کړي، يا دا چې په هغه موقعيت کې ژوند کول چې له خپلې کورنۍ نه لرې وي، مثلاً لرې ولايتونو يا نورو هېوادونو ته د خپلو کوچنيانو لېږل د کار لپاره دا ټول په نوي محيط کې د دې سبب ګرځي چې دوی د جرايمو ارتکاب ته مخه کړي، ځکه دوی له هغه محيط سره جوړجاړی نشي کولای ځکه د هغه محيط اب و هوا، د خلکو کلتور، قوانين او د ژوند بېلابېل اړخونه د دوی له ټولنې سره توپير کوي او تر هغې چې دوی د هغوی په کلتور رنګ کيږي يا دا چې تر هغې د هغوی له قوانينو، کلتور او خويونو سره عادي کيږي، نو د دې زيات احتمال موجود وي چې د بېلابېلو جرايمو مرتکب وګرځي، خو که چېرته بيا د هغه محيط سره ځان سازګاره کړي، نو بيا بېرته خپلې سيمې ته د راستنېدو په صورت کې د بېلابېلو جرايمو مرتکب ګرځي، ځکه کېدای شي ځينې هغه عادتونه او کړنې چې په هغه سيمه کې يو نېک او ښه عمل ګڼل کېده شايد دلته يو ښه عمل و نه اوسي.
دوهم جز په افغانستان کې د اطفالو د تخلفاتو داخلي عوامل :
دلته د ځينې هغه عواملو او عاداتو نه چې اطفال د جرايمو د ارتکاب نه دمخه هغه په ځان کې لرل، يادونه کوو چې له کبله يې نوموړي اطفال د جرايمو مرتکب ګرځېدلي چې په لاندې ډول دي :
لومړی پراګراف د سرقت د جرم مرتکبين :
هغه ماشومان ا واطفال چې د سرقت د جرم مرتکب ګرځېدلې وي معمولا د لاندې عادتونو درلودونکي وي :
1)   دروغ ويل : دورغ ويل معمولاً د جرم د ارتکاب پيل دی ځکه اکثره وخت اطفال په کور کې د خپلو کړنو د پټولو په موخه دروغ ويل پيل کوي چې ورو  ورو دغه دروغ د دې سبب ګرځي چې د کورنۍ نور غړي د دې د څارنې په لوري توجه کمه کړي، ځکه هغوی د ده په دروغو کېدای شي چې مطمئن شي او يو ډول ډاډ ترلاسه کړي او په ده باور وکړي، نو دا چې ماشومان او اطفال تر ډېره حده په خپلو ښو او بدو نه پوهيږي د والدينو د نه څارنې او د دوی لوري ته د توجه کموالی به د دې امکانات زيات کړي چې دوی جرم ته مخه کړي.
2)   ځان ښودنه او ځان لوړ حسابونه : ځينې وختونه ځينې اطفال ځان خپل نورو ملګرو ته جګ او وېښيار ښيي، چې دغه ځان لوړ حسابونه اکثره وخت د دې سبب ګرځېدلې چې نوموړی د جرايمو او تخلفاتو ارتکاب ته اړه باسي.
3)   لاپې شاپې وهل : لاپې شاپې وهل هم يو د هغه عواملو له جملې نه دي چې اطفال يې له کبله اکثره وخت د جرايمو مرتکب ګرځېدلي دي، مثلاً ځينې وختونه دوی له خپلو ملګرو سره ځينې لاپې شاپې د يو کار د کولو په هکله وهلي وي، نو کله چې اړتيا پېښه شوي وي، نو دی د هغه کار په کولو نه وي قادر شوی يا دا چې په کورنۍ کې ورته د هغه کار د کولو اجازه نه وي ور کړل شوې، نو په پټه يې نوموړی کار ترسره کړی وي چې د کورنۍ د غړو په خبرېدو سره يې په نورو تخلفاتو لاس پورې کړی وي چې ترڅو خپله لومړنۍ کړنه پرې پټه کړي.
4)   انتقاد نه خوښول : مشران تل د کشرانو خير او ښېګڼه غواړي، خو ځينې اطفال او کوچنيان په دې نه پوهيږي کله چې مشران د هغوی د کوم کار او کړنې په هکله دوی ته نصيحت کوي، نو دوی هغه بابيزه ګڼي او بې پروايي ښيي او د هغوی نصيحت ته پام نه کوي، چې ډېری وخت دغه انتقاد نه منل او نه خوښول د دې سبب ګرځي چې نوموړی د جرايمو د ارتکاب په لوري تشويق شي او د تخفاتواو جرايمو مرتکب وګرځي.
5)   د خپلو هيلو او غوښتنو د پوره کولو توقع لرل : ډېری وخت ماشومان د دې هيله لري چې ځينې کارونه د ځان لپاره وکړي او ځينې وسايل او د ژوند سهولتونه د ځان لپاره ترلاسه کړي، خو دغه غوښتنې او هيلې کله د کورنۍ د اقتصادي غربت له کبله او کله هم دځينې مصلحتونو له کبله نه پوره کيږي چې په پايله کې طفل دې ته اړ کيږي چې خپلې غوښتنې او هيلې د غير مشروع لارو پوره کړي، نو د تخلفاتواو جرايمو لور ته مخه کوي او د سرقت د  جرايمو مرتکب ګرځي.
6)   د ډېرو او ناشونو هيلو او غوښتنو درلودل : ځينې وختونه اطفال او ماشومان ډېرې او ناشونې هيلې لري کومې چې د دوی د کورنۍ د کمزوري اقتصاد له کبله نشي پوره کېدای نو ماشوم ناهيلی پاتې کيږي او د نوموړي هيلې د دې سبب ګرځي چې نوموړی د جرايمو لور ته سوق کړي.
7)   ډېر ګټه خوښوونکی او ګټه غوښتونکی : ځينې اطفال او ماشومان تل د دې هڅه کوي چې هر کار او هره کړنه د دوی د ګټو په شاوخوا راوڅرخي او هيڅ کار د دوی له ګټو پرته د بل چا په ګټه ونشي، خو په عمل کې بيا دا امکان نه لري، مثلاً د کورنۍ دننه دوه ماشومان وي چې يوه ته د کورنۍ له لوري يو جنس او د بل لپاره بل جنس اخيستل کيږي، نو يو له دوی نه دا هيله لري چې دا دواړه اجناس دې د ده لپاره اخيستل شوی وای او د لومړني لپاره دې هيڅ نه وای اخيستل شوی، دلته نو د ده دغه سوچ د کورنۍ د نورو غړو د کړنې او د لومړني ماشوم له سوچ سره توپير کوي همدا دی چې نوموړي ته حسد او کينه پيدا کيږي او دغه کينه او حسد د دې سبب ګرځي چې نوموړي يا د لومړني ماشوم د اجناسو په ماتولو او يا هم له منځه وړلو مجبور کړي.
8)   خيالي او سوچ وهوونکی : ځينې ماشومان تل له ځان سره په سوچونو کې د خپلو هيلو  د پوره کولو هلې ځلې کوي او عملاً هيڅ روا او مشروع کاروبار د هغې د پوره کولو لپاره نه انتخابوي او تل په دې سوچ کې وي چې د يوې لنډې لارې نه خپلې ټولې غوښتنې او هيلې پوره کړي چې دغه سوچ وهنه او خياليتوب ډېری وخت ددې سبب ګرځي چې د وخت په رارسېدو نوموړی ماشوم د سرقت د جرم  مرتکب وګرځي.
دوهم پراګراف د اخلاقي جرايمو مرتکبين :
معمولاً د اخلاقي جرايمو مرتکبين هغه ماشومان ګرځي چې له پخوا لاندې عادتونه ولري :
1)     د زيات هيجان او وېرې درلودونکی
2)     په والدينو عدم اعتماد
3)     د اخلاقي معيارونو له پامه غورځول
4)     بې حيايي[29]
درېم پراګراف د قتل، ضرب او جرحې د جرايمو مرتکبين :
هغه اطفال چې د دا ډول تخلفاتو مرتکب ګرځي په عمومي ډول د لاندې عادتونو لرونکي وي :
1)     د ډېرو دعوو او جنګ عادي وي
2)     هدف ته د رسېدو لپاره هر ډول سپين سترګي او خشونت کول
3)     متعرض، خودخوا او انعطاف ناپذير
4)     د نورو د نظرياتو او افکارو نه تحمل او د زغم نه وړ والی
5)     کمزورو او کم ځواکه خلکو ته ازار رسول[30]



پايله
زمونږ ماشومان زمونږ راتلونکی دی، بايده ده چې له خپلو اطفالو او ماشومانو نه سمه او سالمه ساتنه او څارنه وکړو، تر څو راتلونکی مو سالم او له وياړ او شانه ډکه واوسي، ماشومان يو لړ حقوق لري، لکه د نوم د لرلو حق، د زده کړې حق، د روزنې حق، د څارنې حق او نور..... چې په کار ده ماشوم ته ور کړل شي، خو ځينې وختونه د ناسمې او غير سالمې څارنې له کبله او يا هم د کورنۍ د سرپرست د نه شتون، غربت، فقر او بې وزلۍ له کبله ځينې ماشومان او اطفال د ځينې اخلاقي جرايمو،د اشخاصو پرضد جرايمو او د اموالو پرضد د جرايمو مرتکب ګرځي چې ځينې يې د نوعيت او کيفيت له مخې ډېر درانه او وخيم جرايم وي، لکه د هغې جملې د اخلاقي جرايمو له جملې څخه د زنا او لواطت جرايم، د اشخاصو پرضد د جرايمو له جملې څخه د ضرب و جرحې او قتل جرايم او د اموالو پرضد د جرايمو له جملې څخه د سرقت او کيسه برۍ جرايم يادولای شو، چې معمولاً ماشومان يې د ناسم کورني چاپېريال، جغرافيوي، موقيعيت، مسافرت او کډوالي، د ښوونځي ناسم چاپېريال او د ښوونکو او زده کوونکو ناسم چلند، د خراب کورني ماحول، اقتصادي ستونزو، غربت او محروميت له کبله مرتکب کيږي، چې په پايله کې ټولنه او ماشومان دواړه د تباهۍ او ميلان په لور راکاږي چې په کار ده چې د مخنيوي او کنترول لپاره يې هڅې او کار وشي.






وړانديزونه
1)   د دې لپاره چې د اطفالو د تخلفاتو او جرايمو د ارتکاب مخنيوی وشي، نو دولت ته په کار ده چې والدينو او کورنيو ته داسې پروګرامونه او ورکشاپونه په پام کې ونيسي چې په هغې کې د ماشوم د حقوقو او د والدينو د مکلفيتونو څخه بحث وشي.
2)   د دې لپاره چې ماشومان او اطفال مو په راتلونکي کې د جرايمو مرتکب ونه ګرځي، نو په کار ده چې له هغوی نه سمه او سالمه څارنه وکړو.
3)   د دې لپاره چې کوچني بې سرپرسته يا هغه ماشومان چې د کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې وي، د جرايمو مرتکب ونه ګرځي، نو بايده ده چې د دولت له لوري داسې مرستونونه او روزنځايونه رامنځته شي، چې يتيمو او ناتوانه ماشومانو ته وړيا روزنه ور کړي او هم داسې مرستندويه ادارې رامنځته شي چې بې وزله او فقيرو کورنيو سره داسې مرستې وکړي، ترڅو د هغوی ماشومان د جرايمو ارتکاب ته مخه ونه کړي.
4)   داسې لارې چارې په کار واچول شي، چې له کبله يې اطفال زده کړو ته وهڅيږي او د ايله ګشتۍ او بې ځايه وخت تېرونې څخه ځان وژغوري، ترڅو په راتلونکي کې د اطفالو د جرايمو د ارتکاب مخه ونيول شي.






ماخذونه
1)     القرانکريم
2)   پژمان، اسدالله. سرامد، محمد حسين.حسرت ، محمد حسين . حسن زاده، محمد تقي.( ۱۳۹۲ لمريز کال ). په افغانستان کې د ماشومانو وضعيت، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسينون.
3)     پسرلی، صيام الدين . ( ۱۳۹۲ لمريز کال ) د ماشومانو حقوق، مومند خپرندويه ټولنه ننګرهار.
4)   پسرلی، صيام الدين او دولت زی، عبدالقدوس، ۱۳۹۱ لمريز کال،  بشري حقوق پراخه لومړنۍ ټولګه ( پنځم ټوک د ماشوم حقوق ). نوی سيد جمال الدين افغان انسټيټيوټ: درېم چاپ.
5)   حضرتي، دوکتور غلام دستګير او عبدالحق. ( ۱۳۸۳ لمريز کال ). د ماشوم حقوقو زده کړه. د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسيون.
6)   رازق، محقق عبدالحميد.عدالت برای اطفال ( چاپ کال نه لري، خو له ليکنې يې ښکاري چې د ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ کلونو منځ کې ليکل شوی وي ) . د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسيون .
7)   ستانکزی، نصرالله. واصل ، عبدالاقرار. نجيب، ضل الرحمن. رامز پور، ابوالاحرار. قادري، فريده. حکيمي، بريالی. ( ۱۳۸۷ لمريز کال). د حقوقي اصطلاحاتو قاموس. USAIDخپرندوی.
8)  عدليې وزارت رسمي جريده.( ۱۳۸۴ ل کال ). د افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون،۸۴۶  پرله پسې ګڼه .
9)     عدليې وزارت رسمي جريده . (د جزا قانون له تعديلونو سره ).( ۱۳۸۶ لمريز کال). ۳۴۷ پرله پسې ګڼه.
10)        عدليې وزارت رسمي جريده . ( ۱۳۵۵ لمريز کال)، د افغانستان مدني قانون، ۳۵۳ پرله پسې ګڼه.





حفوفي اصطلاحاتو قاموس، ستانکزی، نصرالله. واصل، عبدالاقرار. نجيب، ضل الرحمن. رامزپور، ابوالاحرار. قادري، فريده. حکيمي، بريالی.، ۱۳۸۷ لمريز کال،يو اس آي ډي خپرندوی، ۲۰۳ مخ[1]
 حقوقي اصطلاحاتو قاموس ،  ۲۰۳ مخ[2]
 د ماشومانو حقوق، پسرلی، صيام الدين،۱۳۹۲ لمريز، مومند خپرندويه ټولنه،  ۲مخ[3]
 د اسلام جنايي تشريع او وضعي قوانين،عوده، عبدالقادر،  ژباړن،  هدايت، عبدالهادي ، دوهم چاپ، ۱۳۸۸ لمريز،۵۳۱مخ[4]
 قرانکريم، سورت النور، ۵۹ ايت[5]
 د ماشومانو حقوق، صيام الدين پسرلی، ۳ مخ[6]
 پورتنی ماخذ، ۴ مخ[7]
 وجايبو حقوق، دانش، حفيظ الله. ژباړن کوچی، بصير احمد، ۱۳۸۹ لمريز کال، مستقبل خپرندويه ټولنه، ۸۲ مخ[8]
 د عدليې وزارت رسمي جريده، افغانستان د اطفالو د سرغړونو د رسيده ګۍ قانون،۱۳۸۴ لمريز کل،۸۴۶ پرله پسې ګڼه څلورمه ماده، درېمه فقره[9]
 پورتنی ماخذ، پنځمې مادې لومړۍ فقره[10]
 وجايبو حقوق، ۸۲ مخ[11]
 د د عدليې وزرات رسمي جريده، ۱۳۵۵ لمريز کال، د افغانستان د جزا قانون، ۳۴۷ پرله پسې ګڼه ، ۷۰ ماده.[12]
 د افغانستان د اطفالو سرغړنو ته د رسيده ګۍ قانون، څلورمه ماده څلورم بند[13]
 د جزا قانون، ۷۲ ماده.[14]
 حقوقي اصطلاحاتو قاموس، ۱۸۷ مخ[15]
 د اسلام جنايي تشريع او وضعي قوانين، عبدالقادر عوده، ژباړن عبدالهادي هدايت، ۵۳۱مخ[16]
 د افغانستان د اطفالو د سرغړونو ته د رسيده ګۍ قانون، پنځمه مادۍ لومړۍ فقره[17]
 حقوقي اصطلاحاتو قاموس، ۲۳۷ مخ[18]
 حقوقي اصطلاحاتو قاموس، ۲۴۱ مخ[19]
 حقوقي اصطلاحاتو قاموس،۴۲۱ مخ[20]
 د افغانستان د اطفالو د سرغړونو ته د رسيده ګۍ قانون، پنځمې مادې لومړۍ فقره[21]
 جزاقانون، ۷۴ ماده[22]
 پورتنی ماخذ، ۷۵ ماده[23]
 جزا قانون ، ۷۶ ماده.[24]
 جزا قانون، ۸۲ ماده .[25]
 پورتنی ماخذ، ۸۴ ماده.[26]
عدالت برای اطفال،  رازق، عبدالحميد. ( چاپ کال نه لري، خو له ليکنې يې ښکاري چې د ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ کلونو منځ کې ليکل شوی وي ) . د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسيون .، ۱۳ مخ[27]
 عدالت برای اطفال، رازق، عبدالحميد، ۱۵ مخ[28]
 عدالت برای اطفال، رازی، عبدالحميد، ۲۷ مخ[29]
 پورتنی ماخذ ۲۷ مخ[30]
په ګوګل پلس يې خپاره کړئ

په اړه Unknown

0 څرګندونه:

Post a Comment