په ټوليزو رسنيو کې د خپرېدونکو سريالونو اغېزې په افغاني ټولنه او افغاني کلتور

په ټوليزو رسنيو کې د خپرېدونکو سريالونو اغېزې په افغاني ټولنه او افغاني کلتور

ليکنه : پټان افغان


بسم الله الرحمن الرحيم
سريزه
دين،ژبه، کلتور، دودونه او عنعنات د يو قوم د پېژندنې معيار او د هويت ښکارندويه توکي دي، د دې توکو څخه د هر يو په پرېښودو قومونه بيا هغه قومونه نه پاتې کيږي، کوم چې پخوا بلکې د نورو قومونو په رنګ کې ورکيږي او خپل هويت له لاسه ور کوي، نو ملتونه اړ دي چې د خپل هويت د ساتنې لپاره پورتني توکي په بشپړ ډول د هر ډول کلتوري، ژبنيز او ديني يرغلونو څخه په امن او په څنګ وساتي، او نورو ته د دې موقع په لاس ور نکړي، ترڅو د دوی د هويت د له منځه وړلو لارې چارې برابرې کړي، دا چې زمونږ اره موضوع په انځوريزو (ټوليزو) رسنيو کې خپرېدونکي سريالونه ( په عامه مانا ډرامې )  او د هغې اغېزې په افغاني کلتور او افغاني ټولنه ده، نو مونږ هم دلته په لنډه ډول په لومړۍ برخه کې سريالونه ياډرامې په لنډ ډول تر شننې لاندې نيسو په دوهمه برخه کې د هېواد په ټوليزو رسنيو کې خپريدونکي غير افغاني سريالونه او ډرامې او د هغې منفي پايلې او نتايج په لنډ ډول رابرسيره کوو.
لومړۍ برخه : سريالونه :
لومړۍ شننه : د سريالونو پېژندنه :
سريالونه يا ډرامې د نثري ادبياتو هغه کيسې او داستانونه دي چې په انځوريزه بڼه د پخوانيو داستانونو او رومانونو په څېر اوږدې ليکلې کيسې په انځوريزه بڼه په بېلابېلو موضوعاتو باندې چمتو کيږي او وروسته له ټولنيزو او ټوليزو رسنيو له لارې خپريږي او عامه افکارو ته د هغې اره موخه او پيغام د همدې ټولنيزو رسنيو له لوري سپارل کيږي.
چې له دې لارې دولتونه خپلې ملي پاليسۍ، کلتور، ملي مهم مسايل، دينې چارې، تجارتي اقتصادي او د عامه پوهاوي بېلابېل او ګڼ موضوعات او پيغامونه تر عامه افکارو رسوي او د يو دولت، ژبې، هېواد، دين، کلتور، اقتصاد، سياست، تجارت او نورو چارو په هکله د عامه افرادو فکرونه پرې روزي او هغوی ذهناً نوموړې موضوع ته چمتو کوي او له دې لارې د ولسواکۍ د اوصولو سره سم خپل پلانونه پلې کوي او د ملت د مخالفت مخه ډب کوي له بل لوري ځينې خلک له دې لارې خپلې ګټې پکې خوندي کوي.
سريالونه يا تلويزيوني ډرامې چې اوږدې داستاني کيسې لري معمولاً د پيغام لپاره رامنځته کيږي، چې دغه پيغام کېدای شي بېلابېل موضوعات په ځان کې راونغاړي يا هم کېدای شي يو سريال په خپله غېږه کې بېلابېل څو پيغامونه راونغاړي.
د سريال پيغام کېدای شي د ټولنې د ناوړه دودونو له منځه وړل يا هم د نېکو او غوره دود ونو تقويه کول، کله داسې هم کېدای شي چې د سريال اره موضوع ديني يا ژبنيز مسايل وي، خو په هر صورت کې د سريال د لا جذابه کولو او خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د سريال بېلابېلې صحنې په عشقي او مينه ناکو صحنو ښکلې شوي او هر سريال خامخا يو اتل او اتله لري، کله کله داسې هم کېدای شي چې سريال يوازې يو اتل يا اتله ولري او د عشقي صحنو پرځای اتل يا اتله د داسې کارونو ترسره کوونکی او ترسره کوونکې وي چې د عامه افرادو له توان او ذهن څخه بهر وي، خو تر ډېره بريده کوښښ د عشقي صحنو په زياتولو کيږي ترڅو له دې لارې سريال په زړه پورې کړي او سيال له خپل ځان سره وساتي او خپل پيغام ور ته له دې لارې بيان کړي، چې دغه چاره حتی اوس په تاريخي ناولونو او سريالونو کې هم تر ډېره حده په پام کې نيولې کيږي.
دوهمه شننه د هېواد په ټوليزو رسنيو کې خپرېدونکي غير افغاني سريالونه او د هغې اغېزې په افغاني کلتور او افغاني ټولنې باندې:
په دغه شننه کې به په لومړۍ برخه کې د هېواد تلوېزيونونو کې خپرېدونکو سريالونو ته يوه لنډه کتنه وکړو او په دوهمه برخه کې به په عمومي ډول د بهرنيو هېوادونو خپرېدونکو سريالونو زيانونه او اغېزې په افغاني کلتور او افغاني ټولنه باندې په لنډ ډول وشنو.
لومړۍ برخه : د هېواد په تلويزيونو له کلونو راهيسې تر ډېره د نورو هېوادونو سريالونه او او ډرامې خپريږي چې افغاني کلتور او په افغاني ټولنه يې بده اغيزه کړې او دغه چاره لا تر اوسه ادامه لري او اوسمهال هم په بېلابېلې تلويزيوني چينلونو هندي، پاکستاني، ايراني، تورکي ( ترکي )، چينايي او انګليسي سريالونه خپريږي چې تر ډېره بريده له افغاني کلتور او افغاني تهذيب او ټولنې سره سمون نه خوري او ور سره ټکر خوري چې له جملې يې لاندې څو سريالونه د نمونې او بېلګې په توګه وړاندې کولای شو:
لومړی ساس بهو، زمانې خشو هم عروس بود :
دغه سريال تقريباً په افغاني چېنلونو کې د پرديو سريالونو د خپرېدو پيلامه ګڼل کيږي چې د لومړي ځل لپاره د طلوع تلويزيون له لارې په ۸ بجو او ۳۰ دقيقو لومړی په هندي ژبه او وروسته په دري ژبه له دوبلاژ سره تقريباً تر زرو زيات پارټونه يا برخې خپور شو، د سريال اره موضوع د خواښې او نږور ترمنځ کورني کړکېچونو باندې راڅرخي چې ترڅنګ يې ډېری برخې په عشقي صحنو او د هندي روسوماتو او عباداتو په مټ رنګيني شوي د دې سريال اتله تولسي ( تلسي ) او اتل يې مير نوميږي چې کيسه د دووی په عاشقۍ پيل کيږي او په همدې ډول د دوی تر لمسيو رسيږي.
په دې سريال کې تر ټولو د نيوکې وړ ټکی دا دی چې دا سريال غير اسلامي سريال ( هندي سريال ) دی چې د کيسې تقريباً ټولې برخې د هندو دين پر اساساتو ولاړې دي او په اسلامي او افغاني ټولنه کې د هغې کتل د خلکو پر ذهنونو منفي تاثر اچوي په ځانګړې توګه ماشومان چې عمر يې کچه وي، بيا نو هغوی په دې نه پوهيږي چې دا اعمال د دوی اعمال نه دي او دا د دوی دين سره خلاف او ټکر اعمال دي.
هېره دې نه وي چې دې سريال دومره محبوبيت په خلکو کې پيدا کړی و، چې د افغانستان ځينې حاجيانو حتی په مکه معظمه کې هم کاته او له دې سره په څنګ کې جالبه لا دا ده چې په کابل کې غلو د همدې سريال د خپرېدو پرمهال له يوه کوره غلا کړې وه او د کور ټول سامان يې وړی و، خو د کورنۍ هيڅ تن پرې نه و، خبر شوی، وروسته يې بيا ور ته په دېوال ليکلي ول چې ، زنده باد تلسي، زنده باد تلويزيون طلوع...
دوهم دِل مِل ګيي يا پيوند قلبها:
دغه سريال له يک تلويزيون څخه د شپې په نهو بجو خپرېده چې تقريباَ له درې کلونو زيات يې دوام وکړ، د کيسې اره موضوع په مينه او محبت راڅرخي، د سريال تقريباً له نيمايي زياتې برخې تر دې حده بې شرمه او سپين سترګۍ سره برابرې شوي چې په افغاني کلتور خصوصاً د پښتو له عنعناتو او دستور سره هيڅ اړخ نه لګوي او دا ډول مينې او محبتونه حتی هيڅ د پښتو په خيال او خاطر کې هم نه راځي.
د دې سريال اتل ارمان او اتله يې رِدما په نوم وي چې په يو روغتون کې ډاکتران وي او ټوله کيسه د روغتون د چاپېريال دننه ډکه شوې، دغه سريال په افغاني چينلونو کې لومړنی عياش او له افغاني کلتور څخه بېخي وتی بهرنی سريال و، چې په ښکاره يې د افغاني کورني نظام سره مغايرت درلود چې يک تلويزيون په روانه او ساده دري ژبه دوبلاز او خپور کړ.
درېم پنجمين خورشيد :
يو ايرانی فلکلوريک ساينسېپيک سريال و، چې په کاملاً فارسي ايراني ژبه له تمدن تلويزيون څخه خپور شو.
څلورم  وادي ګرګ ها يا د لېوانو دره :
دغه تورکي سريال لومړی په دري ژبه له طلوع تلويزيون او وروسته له لمر تلويزيون څخه په پښتو ژبه خپور شو او لا تر دې دمه خپريږي ، ددې سريال د کيسې اره موضوع د تورکيې د هېواد د ملي ګټو ساتنه او په هېواد پالنې راڅرخي تر ډېره حده يو جاسوسي او پوليسي سريال دی، ټول سريال په نيرنګ، چل، فريب او جنګ جګړو باندې رنګين شوی چې په افغانستان کې يې ډېر زيات محبوبيت تر لاسه کړ، د دې سريال اتل فولاد علمدار نوميږي.
البته هېره دې نه وي چې د دې سريال ټولې صحنې د جنګ او جګړو صحني دي او د افغانستان په څېر جنګ ځپلي هېواد کې دا رنګه سريالونه خپرول بېرته په خلکو کې د وسلې او جنګ جګړې سره د مينې زياتولو سبب ګرځي چې تر ډېره حده دغه سريال د مثبت بدلون پرځای په خلکو کې منفي اغېزه کړې چې ښه بېلګه يې په لوبو کې د يو ماشوم چې ځان يې فولاد علمدار ګاڼه د خپل بل رقيب چې د همدې سريال منفي اتل و، له لاسه مړينه وه، چې دغه ماشوم يې خپل ملګري د همدې سريال د لوبې او پېښو کولو پرمهال سهوا وواژه ځکه هغه په دې نه پوهېده چې د فلم خبرې د عملي ژوند له ساحې سره ډېر توپير لري، چې له دې پېښې وروسته يې خپروونکو تلويزيونو د سريال په پيل کې دااعلان حتمي کړ  چې له اتلس کلنۍ کښته کسان دې نه ګوري، خو دا چېرته کېدای شي، ځکه تلويزيون معمولاً په کور کې خلک ګوري او کور کې ماشومان حتمي وي، هيڅ يو پلار يا مشر دا نشي کولای چې خپل دې سريال ګوري او ماشوم دې ترې منع کړي، يا به يې خپله هم نه ګوري يا به يې دواړه ګوري که په خپله يانې ټول مشران يې ونه ګوري او ماشومان ترې منع شي نو بيا د دې سريال خپرول هڅې عبث او بې فايدې شول او که ماشومان او مشران ټول يې وګوري نو بيا دا اعلان هسې عبث شو.
پنځم د درې مورچل :
دغه تورکي سريال د لومړي ځل لپاره په شمشاد تلويزيون کې په پښتو ژبه خپريږي د کيسې اره موضوع په هېواد پالنې او د تورکيې د هېواد له ملي ګټو څخه د ساتنې  او د ازاد کوردېستان د مخنيوي په اړه ده چې تر څنګ يې عشقي صحنې هم لري، دغه سريال چې اوسمهال يې څلورمه برخه خپريږي نږدې له يو کال راهيسې خپريږي چې د دې سريال اتلان او لوبغاړي سردار، شاهين، جليل، ياسمين، نازا، جمال....دي.
دغه سريال په خلکو کې ډېر زيات محبوبيت ترلاسه کړی ځکه چې تر ډېره بريده يې حالات او کيسه له افغاني حالاتو سره سمون خوري، خو له بلې خوا بيا د تورکي او افغاني کلتور ترمنځ غرونه غرونه او سيندونه واټن او جلا والی تر سترګو کيږي ځکه تورکيه چې اوسمهال يو سيکولر نظام دی په مکمل ډول د غربي کلتور په رنګ کې رنګ ده د هغه ځای د خلکو جامې، لباس، خوی عادتونه او رواجونه په کلي ډول د افغاني کلتور او افغاني ټولنې سره په ټکر کې دي. دوهمه دا چې دغه سريال هم لکه د لېوانو درې د سريال په څېر ټول په جنګ جګړه راڅرخي چې د افغانانو لپاره کوم ښه او نېک پيغام نه لري.
هېره دې نه وي چې د دې سريال د اکټرانو د اکټونو لپاره په تېرو اخترونو کې د پلاستيکي تومانچو او ټوپکو او پټاکيو بازار، ماشومانو  ښه ګرم ساتلی و،
له دې پورته سريالونو څخه نور ډېر په لس ګونو او سل ګونو پردي سريالونه دي چې د هېواد ټولو تلويزيونونو حتی تر افغانستان ملي تلويزيون پورې يې خپروي او هيڅ تلويزيون د پردي کلتور په خپرولو کې له خپلو نورو سيالانو ځان وروسته نه دی پرېښودی او په لوی لاس يې پردي کلتوري يرغل ته زمينه برابره کړی حتی تر دې پورې چې د شرق تلويزيون اوسمهال په جلال اباد کې په اوردو ژبه پاکستاني سريالونه خپروي، هيله مو همدا ده چې په راتلونکي کې افغاني رسنۍ د پرديو سريالونو په ژباړلو او خپرولو کې مصرفېدونکي پيسې په خپلې افغاني سنيما ولګوي او د افغانستان دننه داسې افغاني سريالونه او فلمونه جوړ کړي چې هم د افغاني کلتور سره اړخ ولګوي او هم په پام کې نيول شوي پيغامونه پکې په ښه ډول افغانانو ته وړاندې کړای شي.
شپږم د مينې ډيوه :
دغه سريال له لمر تلويزيونه څخه په اووه نيمو بجو د شپې خپريږي چې اره موضوع يې د ښځو په حقوقو راڅرخيږي او په ټول سريال کې تاکيد په دې شوی دی چې څنګه ښځې وهڅول شي ترڅو کار وکړي او نارينه بايد له هغوی سره څه ډول چلند وشي او له دې سره په څنګ کې هر ځای کوښښ د دې شوی دی چې ښځه تر نارينه و، هم د وړتيا څښتنه وښيي، چې د دې سريال اتل سورج راټي او اتله يې سنديا راټي نوميږي چې ټول داستان هم د همدې راټي کورنۍ پورې اړونديږي چې په دوی کې بيا د اتلې سنديا او اتل سورج راټي په ژوند راڅرخي او په ټول داستان کې د سنديا راټي د کارنامو او وړتياوو پرمټ د ښځو د استازيتوب او نماينده ګۍ په ډول د ښځو وړتياوې ښوول شوي دي.
له دې پرته ډېر نور سريالونه لکه حناء، يوه شېبه لکه ګلاب، دولهن يا ناوې، نور، عايشه ګل، عشق عاجل، سلګۍ، کارل باغ، عروس خرد سال، ادانايي....له بېلابېلو تلويزيونونو خپاره شوي او لا درګرده خپريږي چې کاملاً له يوې مخې د افغاني کلتور سره په ټکر کې دي او له خپرولو او ليدلو يې بايد ډډه وشي او د د وبلاژ کولو پرځای يې بايد تلويزيونونه د افغاني سريالونو د جوړولو هڅې پيل کړي.
دوهمه برخه په عمومي ډول د بهرنيو يا پرديو سريالونو د خپرېدو اغېزې په افغاني کلتور او افغاني ټولنې باندې:
افغاني ټولنه يو سوچه اسلامي ټولنه ده چې تقريباً ټول دودونه او کړنې يې د اسلام مبارک دين د اساساتو مطابق بنا دي، له بله اړخه بيا افغانان خپله ځانته ژبه، ځانته کلتور، ځانته تهذيب او خپل عنعنات او دودونه لري چې نور هېوادونه يې نه لري دا چې پردي سريالونه کوم زيانونه او عوارض لري چې په افغاني ټولنه به يې پرېږدي په لاندې ډول ترې د يو څوو يې يادونه کوو:
 ۱ تلوسه :
سريال پرته له تلوسې نه وي هر سريال هر داستان او هر ناول يوه تلوسه لري او پرته له تلوسې نشي کولای چې لوستونکی او ليدونکی له ځان سره وساتي، تلوسه د داستاني ادب تر ټولو اهمه او ارزښتمنه برخه ده که چېرته په يو داستاني ادب کې ( که سريال وي ، که ناول وي...) تلوسه نه وي نو هغه تشې مکالمې او خبرې پاتې کيږي او هيڅ لوستونکی او ليدونکی له ځان سره بوخت نشي ساتلای او نه هم خپل پيغام تر خلکو په ښه ډول رسولای شي، اوس راځو دې خبرې ته چې تلوسه په عمومي ډول څه زيان لري په عامه افکارو باندې، فرض يې کړئ يوه کورنۍ ده چې په هغې کې څلور کوچني ماشومان هم اوسيږي چې دوه يې د ښوونځي په درېم او څلورم ټولګي کې او پاتې دوه ماشومان د جومات زده کوونکي دي او سهار وختي د ديني زده کړو لپاره جومات ته ځي، که چېرته دوی هره شپه په کور کې سريال وويني، نو دا چې هر سريال تلوسه لري او هره برخه يې په داسې يو ځای پای ته رسيږي چې نه تنها کوچنيان بلکې لويان هم له ځان سره تر راتلونکي خپرونې ( سبا هماغه مهال ) پورې بوخت ساتي او هغوی ذهناً مجبوروي چې له ځان سره په دې فکر وکړي چې سبا به دغه برخه څنګه پای ته رسيږي چې ذهناً خپلې مفکورې او وړانديزونه وړاندې کوي چې ګويا سبا به دا برخه په دې ډول سرته رسيږي بيا بله او بيا بله مفکوره او په همدې ډول له ځان سره کرل او رېبل کوي، نو تاسې فکر وکړئ که چېرته يو ماشوم چې هغه د ښوونځي زده کوونکی وي داسې سريالونه وګوري چې په هغې کې تلوسه وي او دا يې لاڅه کوي چې بيا د پردي کلتور هم وي نو څومره تلوسه به ورته وي او څومره به ذهناً بوخت او مصروف وي ځکه د خپل کلتور سره کوچني او لويان تر ډېره حده اشنا وي او پوهيږي چې دغه کار د دوی په کلتور کې په کوم ډول سرته رسيږي خو په پردي کلتور کې خبره بيا بل ډول ده هلته لومړی د هغوی له کلتور سره اشنا نه وي نو لا زيات سوچ او فکر سره مصروفيږي او په دې ډول د زده کړو او لوست څخه پاتې يا په عمومي ډول د هيڅ کار نه پاتې کيږي ځکه هغه متل دی چې وايي ناسته يمه تاسره زړه مې په کندو کې دی قربان د بېګانه نه شم!، دلته هم همداسې يوه لوبه وي ناست زده کړې ته وي، زړه يې غواړي چې ژر د سريال د پيل کېدو وخت راورسي او ذهناً د سريال تلوسه او غوټه له ځان سره پرانيزي.
۲ د پردي کلتور خپرېدل :
 هره ټولنه او هر ملت ځانته ځانګړي دودونه، کلتور، عنعنات او ځانګړي تشريفاتي مراسم او د ژوندانه بېلابېل توکي او برخې په بېلابېلو ډولونو سرته رسوي او يو له بله سره توپير کوي، که چېرته په رسنيو بهرنی کلتور خپور شي، نو دا به څه مانا ولري؟ تاسې څه فکر کوئ! تر کومه حده به د خلکو له مزاج سره سمون وخوري ؟ او ترکومه بريده د ټولنې په عرف او عاداتو تاثير وکړي؟ که چېرته د ټولنې په کړو وړو اغېز وکړي! څه فکر کوئ چې څه پايله به ولري، مثبته يا منفي؟ ايا د دې اغېزې به د دې سبب ونه ګرځي چې د ټولنې خپل ار رسم ورواج او دود او دستور له منځه يوسي؟ ايا دا به يو کلتوري يرغل نه وي چې د ټولنې د خپل دود په خپله له منځه يوسو؟ دا هغه پوښتني دي چې د دې سريالونو د خپرېدو له کبله له ډېرو ويښو او بااحساسه افغانانو په زړونو کې دي او ډېر يې نارې وهي، خو هغه د چا خبره څوک ور ته غوږ نه ږدي، خو بده به نه وي چې دلته د خان عبدالغفار خان هغه وينا ذکر کړم چې وايي، د کوم قام چې ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي او د کوم قام چې ژبه سپکه شي نو هغه قام سپک شي، نو زه له خپلو افغاني رسنيو غوښتنه لرم ترڅو د پردي کلتور د خپرولو پرځای خپل کلتور او عنعناتو ته کار وکړي.
 ۳ د افغاني کورني نظام له منځه وړل :
د دې سريالونو اکثره او ډېرې برخې د افغاني کورني نظام سره سمون نه خوري د بېلګې په توګه د نيمګړې هيلې په نوم له لمر تلوېزيون څخه خپرېدونکی تورکي سريال چې کاملاً د افغاني ټولنې سره سمون نه خوري يادولای شو د سريال په يوه صحنه کې وينم چې يوه جنۍ د خپلې ورېندارې په پلاره عاشقه شوي وي او ډېرې دې ته ورته خبرې او صحنې چې دا سريالونه يې لري چې د افغاني ټولنې سره سمون نه خوري په همدې ډول د يک تلوېزيون څخه د پيوند قلبها سريال چې ټولې برخې يې په هيڅ صورت له افغاني ټولنې سره سمون نه خوري او هيڅ فايده افغاني ټولنې ته نه لري پرته له دې چې د افغاني کورني نظام د له منځه تللو او په هغې کې د درز اچولو سبب وګرځي.
 ۴ په افغاني ټولنه کې د فحشا خپرول او رواجول :
 په دې سريالونو کې تر ډېره بريده نجونې داسې يو لباس اغوندي چې نيم بربنډ او ډېر زړه راښکونکی او جذاب وي، د نجونو نيم بدن ترې له ورايه معلوميږي، کوم چې د افغاني لباس او ټولنې سره ښکاره توپير لري، نو که چېرته دغه سريالونه په کورونو کې وکتل شي، نو طبعاً به سبا ځينې کورنۍ او ځينې ښځې همدې لباسونو ته ميلان پيدا کړي، کوم چې د افغاني ټولنې سره هيڅ اړخ نه لګوي چې په عمل کې هم همداسې شوي، چې د تولسي د سريال پرمهال د کابل اکثره نجونو او ښځو او حتی په جلال اباد کې هم ځينې کورنيو د هندي ساړيو کالي وپېرل او واغوستل چې دغه کار مستقيماً په افغاني کولتور يو ښکاره يرغل او اغېز دی چې د افغاني لباس او کولتور د له منځه تللو سبب کېدای شي.
بله دا چې د دې سريالونو اکثره برخې عشقي بڼه لري او هغه هم داسې چې ډېری وخت هلک نجونې ځوروي، چې دغه ځورول بيا وروسته په مينه او محبت بدليږي، لکه ښه بېلګه يې د سلګۍ ډرامه ده، دغه کار د دې سبب ګرځي چې په کوڅو او ښارونو کې وزګار خېل او لوپر هلکان نجونو ته لارې ونيسي او وخت ناوخت د هغوی د ځورولو سبب شي،حتی ډېری وخت داسې هم شوي دي چې نجونې له ښوونځيو ايستل شوي، ځکه په لاره تګ ورته ناشونی وي.
په همدې ډول په کابل او ولاياتو کې د دې سريالونو د کرکټرانو جامې چې زمونږ د ځينو تجارانو له لوري راصادريږي او جګو قيمتونو خرڅيږي، خو سره له دې هم ځينې خلک دغه جامې چې تر ډېره بريده هوس پاروونکي او له پښتني افغاني کولتور سره په ټکر کې وي او د ښځو بدن پکې له ورايه څرګنديږي اخلي، چې په دې حالت کې د دوی او د ټولنې د پخواني کولتور پالوونکو ترمنځ يو ذهني او ايډيالوژيک ټکر رامنځته کيږي، ځکه دوی ځان ازاد خياله او پخواني کولتور پالونکي ځان هېواد او کولتور پاله ګڼي او هر يو د بل فکر او ذهنيت ته په منفي نظر ګوري چې دغه کار هم تر ډېره د ستونزو د رامنځته کېدلو سبب ګرځي.
 ۵ په افغاني صنعت او سوداګريزو توکو باندې د دې سريالونو بدې اغېزې:
د سريالونو په افغاني صنعت او سوداګريزو توکو باندې بدې اغېزې  دا دي چې کله هم کوم سريال خپريږي، نو بيا مخکې له مخکې تجارانو هغه توکي لکه لباسونه، پوښاک او سينګار توکي او نور افغانستان ته راوارد کړي وي، چې دغه کار د دې سبب شوی چې افغاني توليدات او د سوداګريزو توکو صنعت په ټپه ودروي او د هغوی پرمخ بازار وتړي.
 ۶ د ښو او بدو ترمنځ د تفکيک او بېلوالي د قوې له منځه وړل :
لکه د مخه مو چې وويل کوم سريالونه چې په تلويزيونونو خپريږي اکثره يې ماشومان، ښځينه او هغه خلک ګوري چې بوختياوې نه لري، نو کله چې ماشوم نوموړي سريالونه ګوري، هغه يې د ښه او بد ترمنخ تفکيک نشي کولای چې کومه صحنه يې نېک پيغام لري او د کوم کرکټر ( لوبغاړي ) اکټنګ ( کړنه ) بد پيغام لري، نو هغه ترې کوم اخذ نشي کولای او دا چې اکثره وخت د سريال وېلن يا منفي اتل ته غوره او اسانه رول ور کړل شوی وي، چې پرته له کوم زحمته هر څه لاسته راوړي او په سريال کې پرې ډېر تمرکز شوی وي، نو ماشوم هم د منفي اتل کړو وړو ته تشويقيږي له بل لوري ماشوم او په کل کې ټول د دې وخت نه پيدا کوي چې د سريال ټولې برخې وګوري يا د هغې د ارې موضوع او هدف ځای نه وي رارسېدلی او دوی له کوم ورته حالت سره مخ شي، نو طبعاً د سريال منفي کرکټر چې دی يې لاتراوسه نه پېژني چې دغه کړنه منفي ده، په هغې لاس پورې کوي، ځکه په هر سريال کې لومړی منفي کړنې پيل کيږي چې په ډېر جالبه او ښکلي انداز سره يې وړاندې کړې وي او د سريال ډېره برخه په همدې کرکټر مخکې ځي او ځای ځای کومه نيمه برخه بيا د موضوع حل ته چې ډېره لنډه برخه وي ور کړل شوي وي، ځکه کله چې په سريال کې منفي رول نه وي، نو بيا مثبت رول هيڅ خوند ليدونکو ته نه ورکوي او که چېرته د سريال منفي او مثبت ټکي او اکټونه په مساويانه توګه په پام کې ونيسي، نو د سريال جذابيت له منځه وړي.
د کور په مېرمنو او ښځمنو يې بدې اغېزې دا دي چې په وخت خپله کارونه سرته نه رسوي، ځکه د هغوی د کار او د سريال وخت سره يو وي، نو کله چې دوی بايد پخلی وکړي په هغه وخت د دوی د خوښې سريال لګېدلی وي، کوم چې دا يې نه غواړي د هغه ليدل قضا کړي يايې کوم صحنه ترې بې ليدلو پاتې شي، نو په دې ډول خپل کورني کارونه ځنډوي، دوهمه دا چې په ټوليزه توګه هيڅ داسې سريال( پرته له ميښين او جانان ) په افغاني تلويزيونونو نه دی خپور شوی چې په هغې کې دې د افغاني کلتور سره سمې جامې، عرف او کړنې په پام کې نيول شوي وي، نو طبعاً ښځې ترې بې حيايي، سرغړونه او د مېړونو د خبرو نه منل، په کور کې د متقابل احترام نشتوالي زده کوي او په دې ډو د کورنۍ دننه يو ډول ګډوډي رامنځته کيږي.
وزګار خلک ترې ټولې هغه لارې چارې چې په سريال کې يې منفي اکټران سرته رسوي زده کوي، نو د دوی معمول کار بيا دا وي چې غلا وکړي، دوه په جنګ واچوي، په لارو کوڅو کې نجونو ته ودريږي...
 ۷ - د ښځې او مېړه په اړيکو دتلويزيوني سريالونو اغېز:
معمولاً کله چې ښځې په کور سريالونه ګوري او په سريال کې د اتلو نارينه اشخاصو مينه او محبت له خپلې مېرمنې سره ګوري يا برعکس نارينه د ښځينه اتلو جالبه عشقي او له حقيقته وتې صحنې په سريالونو کې ګوري، نو زړه يې غواړي چې د دوی د ژوند ملګری يا ملګرې هم همداسې مينه او محبت ورسره ولري او په څرګنده ډول يې هره ورځ په همدې بڼه اظهار کړي، چې دا يوه ناشونی او له امکان وتلی کار دی، ځکه  هغه څه چې په سريالونو کې يې ښيي يوازې په افغاني ټولنه کې څه په ټوله نړۍ کې په حقيقي ژوند کې امکان نه لري، ځکه انسان يو ټولنيز مخلوق دی مينه او محبت يې په خټه کې اغږل شوی دی، خو له دې مينې محبت سره انسان يو لړ مجبوريتونه او مکلفيتونه هم لري چې د هغې له مخې اړ دی خپله هم ژوند وکړي او نور هم ژوند ته پرېږدي مانا دا چې په داسې ډول ژوند تېر کړي چې نه نور زيانمن کړي او نه خپله زيانمن شي، چې دا کار هغه وخت امکان لري چې د ټولنې موجوده عرف او عادات په پوره ډول په پام کې ونيسي، نو که چېرته يوه مېرمن له خپل خاونده د دې تمه لري چې هغه دې ورته د  ( يودي ) پېښې وکړي، نو دا يو له امکانه وتلی کار که نه وي، نو يو ځان شرموونکی کار خامخا دی، ځکه د هغه سټايل وېښته او خوی عادت بلکل د پښتني کلتور خلاف دي.
بله دا چې انسان اړ دی د خپلو ژوند پرمخبيولو لپاره کار وکړي او بيا په افغاني ټولنه کې خو ټول افغانان اړ دي چې زيات وخت کار او لږ ارام وکړي، ځکه زمونږ اقتصاد او وضعه د دې ايجاب نه کوي چې کرار دې په کور کېنو، نو کله چې کار کولو باندې ټول اړ يو، نو ډېر وخت داسې کيږي چې ښځه له خاوند نه په يو داسې وخت کې د زياتې مينې او محبت تقاضا ولري، په کوم حالت کې چې هغه ډېر ستړی يا ذهناً تر فشار لاندې وي په همدې ډول په برعکس ....
وړاندېزونه :
1.   په افغاني چينلونو دې د پرديو سريالونو خپرول ودرول شي او د دې پرځای دې خپل افغاني سريالونو جوړ کړل شي او افغاني سينما ته دې وده ور کړل شي.
2.   د پرديو سريالونو د خپرولو پرځای دې ټولنيزي انځوريزې رسنۍ د ښوونيزو او سمونيزو خپرونو جوړولو ته مخه کړي، ځکه افغانستان له ډېرو بدبختيو سره مخ دی، جنګونو ورته هيڅ کومه ښه پآيله ور نکړه، نور دې د درې مورچل، لېوانو دره او ادانايي په څېر سريالونه نه خپروي ځکه پرته له وحشته نور کوم پيغام نه لري.
3.   افغاني سوداګر چې کوم سريالونه سپوټ ( مالي ملاتړ ) کوي او تلويزيونونو ته يې مالي لګښت ور کوي او اره موخه يې په سريال کې د کارول شويو توکو راواردول وي، نو د هغې پرځای دې افغاني توکو باندې سرمايه ګذاري وکړي او په تلويزيوني خپرونې مصرفېدونکې پيسې دې کارګرو او بازار موندونکو ته د د بخششۍ په توګه  ور کړي ترڅو دوی ته لازيات کار وکړي چې له کبله به يې له يوې خوا افغاني توليدات پرمختګ وکړي او د ملک اقتصاد به په پښو ودريږي، له بل لوري به افغاني فرهنګ د پردي کلتور له يرغله وژغول شي، دينې اساسات به مو نه زيانمنيږي او له بل لوري به خلکو ته کار پيدا شي بيا به د دې اړتيا نه وي چې د ترکي سريالونو په کتلو مو ځوانان د ترکيې تګ ته تشويق شي بلکې په افغانستان کې به ورته دننه کارونه برابر شي.
په همدې هيله!

پټان ۲۰۱۶/۸/۳۰
په ګوګل پلس يې خپاره کړئ

په اړه Unknown

0 څرګندونه:

Post a Comment