مونږ پښتانه يو جنګ په بيه اخلو

مونږ پښتانه يو جنګ په بيه اخلو


مونږ پښتانه يو جنګ په بيه اخلو

پټان افغان 

زه ددې خاورې
ددې کلي
ددې چم نه
ټوکيدلی زرغون شوی
قوم يم
لکه ګلاب چې شي راپورته
له څو تورو خاورو،خو
د ګلاب د ښايستو
اټکل له خاورو نه شي
خپل هر عاشق او هر مين ته
په خندا ولاړ وي
هيڅ يو ورغلی بې نوا نه پريږدي
په هر ميلمه بلا خوشبو
بلا وږمې لوروي
ددې ترڅنګ که يې وفا وګورې
يوه شېبه له تورو خاورو لرې نه شي زغمی
شي پسې مړاوی
پاڼې پاڼې شي او ورژيږي،خو
له دې مخکې د شکوونکي لاس کړي وينې وينې
زه هم په دغه تورو غرو کې پيدا
خو بلا هيلې اميدونه لرم
نړۍ مې کور ده په کې سوله غواړم
ددې نړۍ هر يو وګړی دې سوکاله اوسي
زه يې د ټولو خوشحالي غواړمه
په ما داهسې ټاپه مه لګوۍ
د انسانيت په لمن داغ مه ږدۍ
په يو خبره يوه ژمنه همېشه  ولاړ
زه مې له خپلې ژمنې نه اوړمه
د پښتون زوی يم
تل په خپل ټاټوبي ننګه کوم
سر ترې ځاروم ،خو
که څوک زمونږ مينځ کې :
نفاق اچوي
جنګ جوړوي
زور چلوي
شر جوړوي

مونږ پښتانه يو جنګ په بيه اخلو
په ګوګل پلس يې خپاره کړئ

په اړه Unknown

0 څرګندونه:

Post a Comment