داسې به يې تور کړم لکه زما برخليک

داسې به يې تور کړم لکه زما  برخليک


 ليکنه : پټان افغان

هغه نن بيا هيڅ کار نه و، کړی، ډېر خپه او غمګين معلومېده، له ځان سره په سوچونو کې ډوب شو، خدای خبر چې څه څه سوچونه او خيالونه به يې په ذهن کې راغلې وي او څه څه پوښتنې او ګيلې به يې له خدايه په زړه کې کړې وي، خو د انسان په لاس کې هيڅ هم نه وي ، خدای د ژوند لپاره  يو عجيب او د انسان له عقله پورته قانون ايښی چې په ټولو برخو يې پوهېدل ناشوني بريښي، اوس نو تاسې د ده بد نصيبه ژوند ته وګورئ چې له زېږېدو سره سم د مور له شفقت او مهربانۍ محروم شو، څو مياشتې وروسته يې پلار د ده د روزنې او پالنې په بهانه بل واده وکړ، کوچني والی يې د ميرې مور د نادودو او نفرت په اور کې پيل کړ، هغه د چا خبره چې مور ميره شي، پلار پلندر شي، د ميرې مور په وړاندې يې کله هم پلار له ده څخه ننګه ونکړه او هر وخت به يې تراټه، کله چې د ښوونځي زده کوونکی شو، لا له دوهم ټولګي درېم ته نه و، اوښتی چې پلار يې هم په يوه ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ور کړ او  په نازکو او کمزورو اوږو د کورنۍ د ساتنې دروند پېټی ور کېښود، وخت او حالاتو يې د ده له لاسونو د ښوونځي کتابونه واخيستل او پرځای يې د بوټانو برس ور کړ، له مجبورې ورځې به يې سره له دې چې ډېر کوچنی و، خو بيا هم اړ و، چې خپلې کورنۍ ته يو څه روزي وګټي او خپل ژوند پرې پرمخ يوسي، تر  يوې مودې خو ښه وو، له پلار ور پاتې لږ و ډېرې پيسې او د خپل خپلوانو مرستې يې د کورنۍ د چلولو ښه بسنه وکړه، خو پوره کال وروسته نور نو خپل خپلوان ترې لاس واخيست، ګوذاره يې ګرانه شوه، د کلي کور د هر چا پوروړی شو، په دوکانونو کې نور چا په پور سودا هم نه ورکوله او د ده له بدبختۍ به د اوړي چا څپلۍ هم نه رنګولې، ځکه نن سبا ټولې داسې څپلۍ او څپلکې دي چې رنګ ته اړتيا نه لري بس يو څه وخت يې په پښو کړه او نور يې ايسته واچوه، په کلي کې به چې هرې کوڅې او هر لوري ته ته، نو پوردارانو به ترې خپل پورونه غوښتل، مېره مور يې چې د پوردارانو له پورونو او د خلکو له پېغورونو نوره تنګه راغلې وه، يوه شپه يې ځان وژنه وکړه او د سر دا سيوری يې هم له سره کم شو، اوس، نو د روزۍ له ګټلو سربېره يو بل مسئوليت هم ور ترغاړې شو، چې هغه د خپلو دوه کوچنيو وروڼو د ساتنې او پالنې مسئوليت و، خو بيا يې هم خپل مسئوليت په ډېر ښه شکل پرمخ وړه او هيڅ کله يې ماتې نه منله، خو نن چې هغه تر غرمې هيڅ کار نه و، کړی او کوچني وروڼه يې چې له بېګاه راهيسې وږي وو، هره شېبه به يې له ده د څه خوراک غوښتنه کوله او ده به په دې او په هغه تېرويستل چې دا دی اوس کور ته ځو هلته به ډوډوۍ وخورو او کله به يې ويل چې يوه شېبه وروسته به تاسې ته دا او ....واخلم، خو له سهار راهيسې يې خپله يوه ژمنه هم پوره نه کړای شوه، له همدې کبله ډېر خپه او غمګين کله به يې د خپلو دواړو کوچنيانو وروڼو مړاوو څېرو ته وکتل چې د ولږې اثار پکې له ورايه ښکارېدل او کله به يې په لاره د تلونکو خلکو څپلو او بوټانو ته په ځير ځير وکتل، خو هيڅ يو هم نن د بوټونو د رنګولو يا جوړولو اړتيا نه ليدله، هغه وايي چې بدبختي دې راشي بيا نه شپه ګوري نه ورځ، نيمه ورځ يې د کار په تمه تېره کړه، خو هيڅ کار يې ونکړ، سوچونو پسې واخيست او لا په خيالونو کې غرق شو، په مخ يې له سترګو نرۍ نرۍ اوښکې راغلې، ژر يې په خپل خيرن لستوڼي پاکې کړې، زړه يې همداسې ډک ډک کېده، سر يې کښته واچاوه او ښه شېبه همداسې ټيټ سر ناست و، چې يو شخص راغی او خپل بوټونه يې ورته په مخ کې کېښودل او ورته يې وويل بچېم دا رنګ کړه، خو خيال دې وي چې ښه يې تور کړې، انور ورته په خپل له غريو نه ډک اواز ځواب ور کړ: غم مه کوه کاکا! داسې به يې تور کړم لکه زما برخليک!
په ګوګل پلس يې خپاره کړئ

په اړه Unknown

0 څرګندونه:

Post a Comment